اتو هيوادونو ته نوي سفيران و ټاکل سول
۱۳۸۹ آذر ۷, یکشنبهنوي سفيران د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول په غوښتنه او د ولسمشر کرزي په منظور اتو ملکونو ته ور پيژندل سوي دي.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه دويچه ويله ته په را استول سوي يوه وينا پاڼه کي راغلي چي دغه سفيران هالنډ، قزاقستان، ايران، بنګله ديش، ترکيي، قرغزستان، اردن و جاپان ته معرفي سوي دي.
په هغو کسانو کي چي د سفيرانو په توګه دغو اتو ملکونو ته ور پيژندل سوي د ولسمشر کرزي د حکومت د کابيني يو شمير پخواني وزيران هم ليدل کيږي.
د بيلګي په توګه د عامي روغتيا پخواني وزير سيدمحمد امين فاطمي جاپان ته، د ټول ګټو پخواني وزير سحراب علي صفري قزاقستان ته ، د شهيدانو او معلولينوچارو پخواني وزير نورمحمد قرقين قرغزستان ته د سيفرانو په توګه ټاکل سوي دي.
دغه دري وزيران په تيرو دوو کلونو کي د ولسي جرګي له لوري د فساد او په خپلو دندو کي د پاته راتګ په دليل د باور رايو په تر لاسه کولو و نه توانيدل او تر اوسه پر کور ناست ول.
همدا راز هالنډ ته د عنايت الله نبيل په نامه يو کس ور پيژندل سوی هغه هيواد چي روان کال کي يې خپل سرتيري د افغانستان له جنوب څخه وايستل.
په وينا پاڼه کي دا هم راغلي چي د کابل د طبي پوهنتون ريس ډاکټرعبيدالله عبيد په ايران کي د افغان سفير په توګه او د اردن او ترکيي لپآره سيد محمد ګيلاني او صلاح الدين رباني د افغان سفيران په توګه ټاکل سوي دي.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ يوي سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سي نن دويچه ويله ته په کابل کي وويل چي په دغو اتو کسانو کي ځيني يې د مصلحتونو له مخه او پر ولسمشر کرزي باندي د پخوانيو مجاهدينو د فشارونو له کبله د سفيرانو په توګه ټاکل سوي دي.
سرچيني صلاح الدين رباني څخه د يوه داسي کس په توګه يادونه وکړه چي د برهان الدين رباني له لوري په ولسمشر کرزي تپل سوی او په ترکيه کي د افغان سفير په توګه ټاکل سوی دی.
صلاح الدين رباني د جميعت ګوند د غړي او د سولي د عالي شورا د مشر برهان الدين رباني زوی دی.
په ورته وخت کي سيدمحمد ګيلاني هم د پير سيد احمد ګيلاني سره کورنۍ اړيکي لري.
سرچيني د ترکيي او اردن لپاره نوي سفيران پر ولسمشر کرزي باندي د فشارونو په سبب تپل سوي کسان وبلل چي اوس د يوه ځانګړي فرمان په ترځ کي د سفيرانو په توګه منظور سوي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل