1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

اتریش عادي ژوند ته د ورګرځیدو هڅه کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

په اتریش کي د کرونا ویروس د لږو پيښو تر ثبتیدو وروسته دغه هیواد غواړي محدودیتونه کم کړي. د مې میاشتې له پای څخه به پاتې رستورانونه او هوټلونه هم پرانیستل سي او خلک به یوازي یو متر فاصله مراعتوي.

https://p.dw.com/p/3bYNI
Österreich Coronavirus Hallstatt Tourismus
انځور: Reuters/L. Foeger

د مې میاشتي د ۲۹مي څخه به په دغه هیواد کي سیاحت لږ تر لږه د اتریشیانو له پاره بیرته ممکن سي. خو دا موضوع چي بهرني سیلانیان به هم په دوبي کي دغه هیواد ته د ورتګ اجازه ولري او کنه، لا نه ده روښانه سوې. ځکه چي د دې کار مخنیوی لا تر اوسه پوری د اروپايي ټولني د سفرونو د سختو محدودیتونو مقررات کوي.

د سیاحتي شرکتونو او مرکزونو بیرته پرانیستل هغه بل قدم دی چي د اتریش حکومت غواړي د خپلو اتباعو او اقتصاد د غوړو په خاطر په دغه څانګه کي هم محدودیتونه پای ته ورسوي. په هوټلونو کي به حوضونه او د ساعت تیریو نور ځایونه هم پرانیستل سي.

د قیوداتو بیرته له منځه وړل

اتریش غواړي د مې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیرته د عادي ژوند پر لور قدمونه پورته کړي. د همدغي نیټې څخه به خلک له کورونو بهر راتلای سي، دوستان او فامیلونه بیرته سره لیدلای سي. همدارانګه کولای سي دباندي په رستورانو کي ډوډی هم وخوري. دا ځکه چي په بل هیڅ اروپايي هیواد کي د کرونا وبا دومره تر کنټرول لاندي نه ده راغلې لکه په اتریش کي. د اتریش د عامه روغتیا د وزیر او صدراعظم مرستیال رودولف انشوبر، په حواله د همدې اپریل میاشتي پر ۱۴مه نیټه د کوچنیو دوکانونو او ساختماني توکو د پلورنځایونو خلاصیدل د کرونا ویروس د پراخیدو سبب ونه ګرزیدل.

د ژوند د بې قید او شرط عادي کیدو څخه خبرداری

د حکومت په نظر بیا د نظافت مقررات، یو د بل څخه فاصله نیولو او ماسکونو اغوستلو مقررات باید د پخوا په ډول پاته سي. انشوبر په دې اړه ویل دي: «دا لا وختي ده چي وویل سي چي د کرونا بحران پای ته رسیدلی دی. په هغه صورت کي چي کرونا ویروس بیرته ډیره شیوع پیدا کړي، موږ کولای سو هر وخت بیرته رامنځته کیدونکي نرمښتونه بند کړو.»

د تیري دوشنبې ورځې (د اپریل میاشتې ۲۷مه نیټه) څخه د ټولو کاروبارونو او ډیرو خدماتي څانګو د کارونو تر بیرته شروع کیدولو وروسته به د مې میاشتي د ۱۵ نیټې څخه رستورانونه او کانتینونه هم د مقرراتو د په نظر کي نیولو سره بیرته خلاص سی. خو د سیاحت د وزیرې الیزابت کویستنګر، په خبره به پر یوه میز باندي یوازي تر څلورو کسانو او کوچنیانو پوري کسان د کښیناستلو اجازه ولري. د هغو کسانو له پاره به چي پر یوه میز سره کښیني د یوه متر فاصلې مراعتول اعتبار ونه لري. رستورانونه به د سهار د شپږو بجو څخه د شپې تر ۱۱ بجو پوري د خلاصیدو اجازه ولري. د مسافرو له پاره هوتلونه به بیا د می پر ۲۹مه نیټه باندي خلاص سي. خو نوموړې وزیرې په دې هکله چي د هوټلونو د خلاصیدو طرزالعمل به څه ډول وي، څه ونه ویل.