اتریش د کډوالو په اړه سرمشریزه رابللې ده
۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبهاعلان
د اتریش صدراعظم کریستیان کیرن، دغه خبره د دوشنبه په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۱۲ نیټه) د سلواکیا له پلازمینې څخه د لیدنې پر مهال وکړه.
کیرن وویل چي د آلمان له صدراعظمې انگیلا میرکل، سره به یو ځای د شینگین د غړو هیوادونو د پولو د دفاع او ساتلو په موخه پر یوې گډي مسودې باندي بحثونه تر سره سي.
کیرن د سلواکیا له صدراعظم میرو سیرار، سره د یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ټینګار وکړ چې د دې کار له پاره نه یوازي خبرو بلکه عمل او مشخصو اقداماتو ته اړتیا شته.
هغه وویل چې لومړی هدف باید دا وي چي په گډه سره د اروپايي ټولني د باندني سرحدونه وساتل سي.
د اتریش صدراعظم زیاته کړه: «په دې برخه کي صبر نور پای ته رسیدونکی دی او اروپا باید هغه هدف چي په ډیر زحمت یې ټاکلی دی بالاخره په عمل کي هم پلي کړي.»
نور مطالب: