1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

پاکستان له لسیزو راهېسې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د بيلتون غوښتونکو «ديپلوماتيک» ملاتړ کوي، خو په دې تيرو څو کلونو کې د اقتصادي او سياسي ستونزو له کبله دغه ملاتړ د پام وړ لږ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4GZlp
Indien I Kaschmir Separatistenführer
انځور: Dar Yasin/AA/picture alliance

پاکستان له اوږدې مودې راهيسې د کشمير بيلتون غوښتونکو د هغو هڅو ملاتړ کوي، چي له هند څخه د «خپلواکۍ» په برخه کي يې کوي. اسلام آباد وايي چې مرسته یې يوازې ديپلوماتيکه او اخلاقي ده، خو نوی ډيلي ادعا کوي چې ګاونډی اسلامي هېواد یې د سیمې له وسله والو سره لوژيستکي او پوځي مرسته کوي.

په ۱۹۴۷م کال کې له بريتانيا څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو راهېسې هند او پاکستان د هماليا د دغه سيمې پر سر په شخړه کې ښکيل دي. د جنوبي آسيا دغه هيوادونه د کشمير پر يوه يوه برخه واکمن دي، خو د ټولې سيمې د ملکيت ادعا لري. د کشمير پر سر دواړو هيوادونو څو جګړې هم کړي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې د هند حکومت د هند د اساسي قانون د ۳۷۰یمې مادې په لغوه کولو سره د هند تر ولکې لاندې کشمير نيمه خپلواکه حيثيت له منځه يوړو. هند ادعا کوي چې د کشمير خپلواک حيثيت د هند ضد وسله والې جګړې «اصلي لامل» دی. دا هم ويل شوي چې دا پريکړه به د کشمير اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته وده ورکړي او په سيمه کې به سياسي تحولات هم رامنځته شي.

پاکستان د هند پر دې ګام تر ډېره حده چپتيا غوره کړه. کارپوهان وايي چې دا څه ښايي په هيواد کې له څو کلونو راهيسې د روانو اقتصادي او سياسي ناکراريو نتیجه وي.

د پاکستان اقتصادي ستونزې

د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پاکستان پلوه بیلتون غوښتونکي سيد علي شاه ګيلاني، لومړی تلين په سيمه کې د مظاهرو له پاره پر غږ سربیره هم په خاموشۍ سره تېره شو.

د ډېرو کسانو په آند د ګيلاني پر تلين نسبي خاموشي د دې ښکاروندي کوي چې په کشمير کې د پاکستان نفوذ مخ پر کمېدو دی.

په سيمه کې پاکستان پلوه بيلتون غوښتونکي اوس داسې انګيري چې پاکستان اوس نور له دوی سره د مرستې جوګه نه دی. په عين وخت کې د هند لومړی وزير نريندر مودي توانيدلی دی چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې سياسي واک ټينګ کړي.

د سرینګر يوه اوسېدونکي پرویز راتار، دويچه ويله ته وويل: «داسې نښې ليدل کيږي چې پاکستان اوس له کشمير څخه لاس اخيستی دی. د پاکستان د کشمير په تړاو د هند ضد بيانونه يا لهجه هم اوس دومره قوي نه ده.»

هند کشمير ته په زرونو نور عسکر استولي

په داسې حال کې چې هند په اقتصادي توګه پرمختګ کوي، پاکستان په دې تېرو څو کلونو کې تل له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی. د انفلاسيون کچه ډېره لوړه شوې او خلک د خوراکي توکو او انرژۍ د مخ پر لوړيدونکو بيو د ورکولو کولو له پاره مبارزه کوي.

دې وضعيت ته په کتو سره دا طبيعي ده چې اسلام آباد به نور ډېره موده د دې توان ونه لري چې خپله انرژي د کشمير پر شخړه مصرف کړي.

له کشمير څخه لاس اخيستل؟

د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان له واک څخه له ګوښه کیدو راهيسي سترې ولسي غونډې جوړوي. خان د پوځ پر جنرالانو د هغه پر ضد د توطیې تورونه پورې کوي او د نوموړي پلويان هم له همدې کبله په ښکاره له پوځ سره مخالفت څرګندوي.

اجای ساهني چې د نوي ډيلي د بحران د مدیريت ادارې اجرايوي مشره او د ترهګرۍ ضد چارو کارپوهه ده، په دې اړه وويل: «په پاکستان کې سياسي ګډوډي مخ پر زياتېدو ده. دې کار هغه کشميريان مايوسه کړې دي چې پاکستان ته یې د يوه داسې دولت په سترګه کتل چې له دوی سره به مرسته وکړي.»

نوموړې وويل: «په سيمه کې اوس هم ځيني یې د پاکستان پلوي کوي، خو د هغوی خوشبيني د پام وړ کمه شوې ده.»

په تاوان کې ګټه؟

د کشمير له بيلتون غوښتونکو څخه د پاکستان ملاتړ د سيمې د خلکو له پاره په اصل کې د يوې دوې مخیزې تورې په توګه تمام شوی دی. په هند او پاکستان کې ډېر کارپوهان په دې آند دي چې اسلام آباد د کشمير [د آزادۍ غوښتلو] اصلي بهير يرغمل کړی دی او پوځپالنه یې پکې ورشامله کړې ده. همدا ده چې دې پراخ سياسي غورځنګ په نړيواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

په سرينګر کې د بشري حقونو يوه فعال چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، دويچه ويله ته وويل چې پر نړيوال ستیج هند د پاکستان د احتمالي پوځي ملاتړ په کارولو سره د کشميريانو سياسي مبارزه بې اعتباره کړې ده.

د بشري حقونو دغه فعال دا شکايت هم څرګند کړ چې د کشمير مدني ټولنې هیڅکله په سيمه کې د پاکستان رول تر پوښتنې لاندې نه دی راوستی.

اجای ساهني هم په دې آند ده چې کشمير اوس يوه سياسي حل ته اړتيا لري. نوموړی زياتوي: «په سيمه کې امنيت ښه شوی دی. اوس د يوه سياسي حل وخت دی، خو موږ د هند د لومړي وزير مودي د بهارتيه جنتا ګوند له خوا دې حل ته د رسېدو له پاره کومه ليوالتيا نه وينو.»

نظرپوښتنه: درې پر څلورمه برخه هنديان پاکستان خطر بولي

د سيمې ځيني اوسيدونکي په دې آند دي چې د کشمير له شخړې سره د پاکستان دا نسبي پريکون به د کشمير د سياسي غورځنګ په ګټه وي.

په سرينګر کې د پوهنتون يوې محصلې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وويل: «پاکستان ۳۰ کاله زموږ څخه ناوړه ګټه اخيستې: اوس نه شي کولی ناڅاپه موږ پريږدي.»

هغې زياته کړه چې د پاکستان حکومت بايد موږ ته ووايي چې مرسته راسره کوي او که نه، يا دا چې موږ خپل غم پخپله وخورو.

ب. ص/ ن. ز (Samaan Lateef)