آیا ماشوم ته د پلار خوراک ضروري وي؟ ـ انځوريز راپور
د يوه نوي تحقيق له مخي د مور په نس کي ماشوم ته نه يوازي د هغه د مور سالم خوراک مهم او ضروري وي، بلکه د پلار د خوراک عادت يې هم پر روغتيا مهم اغېز لري. نور جزيات په دغه انځوريز راپور کي ولولئ:
د مور مسؤليتونه
تر اوسه خو داسي وه چي حامله دارې مېرمنې ته به زيات مسؤليتونه مواجه کېدله چي ګواکي نه بايد سګرېټ وڅکوي، نه زيات خواږه وخوري، نه روغتيا ته نور غير سالم کارونه وکړي. دا په دې وجه چي د مور خوراک د نازېږېدلي ماشوم له پاره مهم دي.
غوړه غذا
د ساينس او پوهي د يوې مجلې په نوي راپور کي راغلي دي چي تحقيق ښودلې ده چي که يو نارينه زيات غوړ خوراک کوي نو دغه معلومات د سپرم يا مني له لاري راتلونکي ماشوم ته انتقال کيږي او د هغه پر روغتيا منفي اغېز کوي.
پر مږکانو تحقيق
د دوو تحقيق کوونکو ډلو له خوا ويل سوي چي داسي تغذيه چي پکښي غوړ زيات او پروټين کم وي د دې لامل سوه چي په موږکانو کي بعضي ارثی معلومات يا جينز تغير سي. يوې بلي تحقيقي ډلې همدغه اغېز په انسانانو کي هم تثبيت کړی دی.
د شکري د ناروغۍ ګواښ
ساينسپوهانو په خپل تحقيق کي د نارينه ؤ سپرم تر ازموينو لاندي ونيول او دې نتيجې ته ورسېدل چي د غوړ خوراک له کبله يې په «ribonucleic acid RNA» کي تغير راغلی ؤ. د دغو تغيراتو له کبله په دغو نارينه ؤ کي د شکري په ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ زيات سوی ؤ.
دوې ډلې
د امريکا د متحده ايالاتو د نيوادا پوهنتون يوې تحقيقي ډلې تر شپږو مياشتو پوري د نرينه مږکانو يوې ډلې ته داسي خوراک ورکړل چي ۶۰ سلنه برخه يې غوړ ول. د مږکانو بلې نرينه ډلې ته يې داسي خوراک ورکړل چي ۱۰ فيصده يې غوړ ول. بيا د دواړو ډلو سپرم سره مقايسه کړل سول.
په نوي نسل کي يې اثرات
د موږکانو هغه دوې ډلې چي يوې ته زيات او بل ته عادي مقدار غوړه غذا ورکول سوې ول، د هغوی له سپرم څخه پيدا سوی د نوي نسل تغذيه يو شانته وساتل سوه. په لومړی سر کي د زیات غوړ خوړونکو مږکانو او عادي غوړ خوړونکو مږکانو نسل کوم فرق نه لاره. خو پسله ۷ اونيو د چاق موږکانو په نسل کي هغه نخښې راڅرګندي سوې چي د شکري ناروغۍ احتمال زيانوي.
د کاربو هايدريتس پېژندنه
په جينز کي يوه برخه RNA په دې اړه معلومات لري چي د پلار خوراکي عادت څنګه دی. پر دې اساس مسؤل جينز بوره يا کاربوهايدريتس نه پېژني.
د RNA کار
په سپرم کي موجود RNA د ارثي جوړښت او تمايلاتو معلومات په ځان کي لري چي د بدن په حجرو کي د پروتين د جوړښت په هکله معلومات هم شامل دي. د دې تر څنګ دغه پر جينز هم اغېز لري.
پلرونو ته توصيه
که تاسو نارينه ياست او غواړئ چي په ښه روغتيا سنبال ماشومان ولرئ نو بايد چي تاسو پر خپل خوراک او ورزش غور او فکر او توجه وکړئ. که پلرونه احتياط وکړي نو دا د مېندو سره هم کومک کوي چي هغوی خپلي روغتيا ته پام وکړي.
پر انسانانو د تجربې پايله
تحقيق کوونکو په کوپن هاګن کي پر انسانانو د تجربو وروسته دا وموندل چي هغه نارينه چي وزن يې په غير عادي توګه زيات ؤ، د هغوی په سپرم کي تغيرات راغلي ول او بل دا چي دغه نارينه خپل چاغښت خپلو اولادونو ته هم په جينز کي انتقالوي. نو که څوک غواړي چي ښه روغتيا لرونکي ماشومان ولري، بايد چي ځان چاغ نه کړي او سالمه او متوازنه غذا وخوري.