آیا طالب مشرانو ریښتیا هم اوربند ته زړه ښه کړی؟
۱۳۹۸ دی ۷, شنبهد وال سټریټ ژورنال او یوشمېر نورو لویدیځو رسنیو د مختلفو رپوټونو پربنسټ ویلي، چې جګپوړو طالب مشرانو اوربند ته تیاری ښودلی دی.
اوربند ته د طالبانو د چمتوالي موضوع وروسته له هغې تاوده شوې، چې د طالبانو د قطر دفتر یوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او له هغه ځایه د افغانستان هلمند او ځينې نورو ولایتونو ته د ملا برادر په مشری د طالب پلاوو د سفر راپورونه هم خپاره شول.
د رپوټونو له مخې، ملابرادر په هلمند کې له طالب قوماندانانو سره د اوربند پرعملي کولو باندي خبرې کړي دي.
د قطر دفتر په رسمي توګه پاکستان او هلمند ته د ملابرادر په مشرۍ د طالب پلاوي د سفر پخلی نه دی کړی.
افغان خبریال او شنونکي سمیع یوسفزي چې په قطر کې یې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې له نږدې څارلي، دویچه ویله ته وویل، ډيری طالب مشرانو له یوې اونۍ تر لسو ورځو اوربند سره موافقه کړې ده.
خو ایا د طالبانو مشر هم د اوربند دا پریکړه لاسلیک کړې؟
ښاغلی سمیع یې په اړه وايي:
«دغه اوربند به یواځې په ښاري سیمو کې وي، دا پریکړه لا د طالبانو مشر ملا هیبت الله نه ده امضا کړې، خو د طالبانو اکثریت مشران پرې خوښ دي.»
د سمیع یوسفزي پروینا د اوربند موخه داده چې طالبان په عمل کې خپل منځي یوالی ثابت کړي.
دی زیاتوي کې د اوربند پرمهال بریدونه وشول، نو ښايي د سولې خبرې کومې موخې ته ونه رسیږي.
د شنونکو پر باور د سولې د خبرو پرمهال په کابل او بګرام کې بریدونو امریکایان شکمن کړي چې ګواکې طالب پوځي مشران د سولې پر خبرو باور نه لري.
سمیع یوسفزی وايي:
«اوربند د طالبانو لپاره یو امتحان دی، که په دغه موده کې کوم برید ونه شو بیا امریکا تیاره ده چې د سولې خبرې په چټکی سره پرمخ یوسي.»
یوسفزی زیاتوي چې د اوربند پرمهال به امریکا هم پر طالبانو خپل برېدونه دروي.
اوس چې طالبان او امریکایان د سولې په خبرو کې دومره سره نیږدې بریښي، د افغان حکومت برخلیک به څه وي؟
سیاسي شنونکي عین الدین بیګ دویچه ویله ته وویل، دلته په کابل کې په حکومتي کچه او له حکومته بهر د سیاستوالو ترمنځ د بحث وړ موضوع انتخابات دي، خو هلته طالبان بیا د افغانستان پرسر له یوه زبرځواک سره موافقې ته نیږدې شوي.
«طالبان خوښ دي چې افغان حکومت په څېر له یوه ضعیف جریان سره د خبرو پرځای له امریکا سره چې زبرځواک دی خبرو ته ادامه ورکړي، داسې ښکاري چې دواړه لوري سره نیږدې شوي هم دي.»
خو افغان حکومت تل د سولې په خبرو کې خپل ځان یو مطرح لوری بولي او ادعا یې داده چې د هغوی له موجودیت پرته د سولې هرډول خبرې کوم ځای نه شي نېولی.
د طالبانو ترمنځ پر اوربند د یوه خوله کېدو خبره خو ان ځینو سرچینو تردې بریده نږدې بللې چې ښايي دا یو اونیز یا هم لس ورځنی اوربند د نوې ۲۰۲۰ زیږدېز کال له پيل سره سم عملي شي.
طالب او امریکایي مرکچیانو په قطر کې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره تقریبأ لس پړاوه خبرې وکړې، خوپه کابل کې د طالبانو موټر بم برید سره سم د ولسمشر ترمپ یوه ټویټ دا خبرې په ټپه ودرولې.
د بلي خوا بیا څه کم دوه میاشتې وړاندې د پاکستان سفارت د امنیتي دلایلو په سبب د ویزې څانګه تراوسه تړلې وه.
په کابل کې د پاکستان سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
«د پاکستان سفارت قونسل گرۍ برخې ټول خدمتونه به سبا یکشنبې (د 2019 میلادي کال د ډسمبر 29مه) له سره پيلیږي.»
په کابل کې د پاکستان سفارت په تېرو دوو میاشتو کې یواځې بیړنیو او سختو ناروغانو ته ویزې ورکولې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پلازمینه کابل کې د خپلو ډيپلوماټانو د ځورونې له امله غبرګون ښودلی ؤ.
هاخوا راپورونه وایي، چې پیښور کې افغان کونسلګري هم بیرته پرانېستل شوې.
دا کونسلګري تېره اکتوبر میاشت پیښور کې پر افغان مارکیټ د پاکستاني پولیسو د چاپې په غبرګون کې تړل شوې وه.
اسماعیل شاکر – کابل