1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان ګوښه شوو ښځینه کارمندانو ته تنخواوې ورکوي؟

۱۴۰۲ اسفند ۱۸, جمعه

د افغانستان اوسني حاکمان ادعا کوي چې دوی په پخوانيو دولتي ادارو کې هغو ښځینه کارمندانو ته چې اوس په کور کېنول شوي، تنخواوې ورکوي. خو له دغو ښځو ځينې ېې وايي چې له څه مودې راهیسې ېې تنخواوې قطع شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dJpH
د آرشیف انځور - د کابل د یو ښوونځي په خالي ټولګي کې یوه زده کونکې
د آرشیف انځور - د کابل د یو ښوونځي په خالي ټولګي کې یوه زده کونکېانځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

طالبانو په پر له پسې توګه ادعا کړې چې په کور کينول شوې ښځينه دولتي مامورینو ته، په دفترونو کې د حضور پرته، تنخواوې ورکول کيږي. خو یو شمېر ښځې چې پخوا ېې په دولتي اداراتو کې کار کاوو او اوس په کور کېنول شوي، دویچه ویله ته وويل چې معاشونه ېې قطع شوي دي.

په تر ټولو وروستي مورد کې د کابل د سيد جمال الدین افغان د ښوونکو د رورنې ادارې ويلي چې ۱۸۵ ښوونکي له دندو ګوښه شوي چې اکثریت ېې ښځې دي.

د دغه ادارې يوې ښوونکې چې د امنيتي دلایلو له کبله نه غواړي ېې نوم ېې په رپوټ کې خپور شي، دويچه ویله ته وویل: «زه له ۳۵ کلونو راهیسې ښوونکې وم. زه له يوازينۍ دندې چې ما کولی شوه وايستل شوم او په نورو برخو کې د کار کولو توان نه لرم.»

دغې ښوونکې وويل کې څه هم په تېرو دوو کلونو کې ېې پرته له دې چې کار ته ولاړه شي، د خپلې تنخواه یوه برخه ترلاسه کوله خو له پنځلس ورځو راهیسې طالبانو د هغې او نورو ښځينه کارمندانو معاشات قطع کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو که څه هم دویچه ويله سره د پوښتنو د ځوابولو ژمنه وکړه، خو بیا ېې هم معلومات ورنکړل. خو يادې ښوونکې وويل چې هغوی ته ويل شوي چې له دندې ګوښه کړل شوو ښوونکو ته تنخواوې نه ورکول کیږي.

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې په پر له پسې توګه پر ښځو محدودیتونه ډېر کړل چې په هغو کې یو هم د ښځو د سینګارتونونو بندول راځي
په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې په پر له پسې توګه پر ښځو محدودیتونه ډېر کړل چې په هغو کې یو هم د ښځو د سینګارتونونو بندول راځيانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

پریسا عارفي وايي چې پنځه کاله ېې د تېر حکومت په اداراتو کې کار کړی خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې بیکاره شوې ده. هغه وايي په لومړي یو کال کې پرته له دې چې کار ته ولاړه شي معاشونه ېې ورته په بانکي حساب کې راتلل.

نوموړې وايي، وروسته له هغې ېې چې د طالبانو ضد مدني اعتراضونو کې ګډون وکړ، له کوم وضاحت ورکولو پرته د تنخواه ترلاسه کوونکو افرادو له نوملړه وايستل شوه.

هغه وايي: «ما په تېرو دوو کلونو کې ځينې وختونه ډوډۍ نه درلوده. کومې پيسې مې چې د څو کاله کار په جریان کې ټولې کړې وې، ټولې مې په دوو کلونو او څو میاشتو کې خلاصه شوې.»

 يوه بله مېرمن چې د تېر حکومت د کورنيو چارو په وزارت کې د افسرې په توګه کار کاوه وویل چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا پنځه میاشتو پورې ېې د خپلې تنخواه شاخوا ۶۰ سلنه برخه ترلاسه کوله اما وروسته قطع شوه. دغه افسره اوس په کور ناسته ده او په خپل کور کې خیاطي کوي.

 هغه وايي: «ما په یوه میاشت کې ۲۲زره افغانۍ تنخواه درلوده او وروسته له هغې چې طالبانو قدرت ونیو، زما بانکي حساب ته زما د تنخواه له پیسو ۱۳نیم زره افغانۍ حواله کېدې چې وروسته له پنځو میاشتو هغه هم قطع شوې.»

خو د طالبانو د ادارې اصلي ویاند، ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته وویل هغه ښځې چې په فعالو اداراتو کې ېې کار کاوه، اما اوس په کور ناستې دي، خپل معاشونه ترلاسه کوي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته د دولتي ادارو ډيری ښځینه کارکونکي په کور کېنول شوې
پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته د دولتي ادارو ډيری ښځینه کارکونکي په کور کېنول شوې انځور: AFP/Getty Images

مجاهد زیاته کړه: «ځېنې ادارې لغوه شوي، یعنې غیرضروري ادارې چې د تشکیلاتو د تورم سبب واقع شوې وې، نو کله چې دغه ادارې لغوه شوې، تشکیلات ېې هم له منځه ولاړل چې په دې کې نارینه کارمندان هم راځي.»

د کابل ښار د یوه ښوونځي ښوونکې چې ځان په مستعار نوم، سلما، معرفي کوي وايي چې د خپلې تنخواه ۶۰ سلنه برخه ېې ترلاسه کوي. هغه وايي چې ښځې یا په کار بوختې او یا په دفتر کې له حضور پرته خپل معاشونه ترلاسه کوي، خو زیاتوي چې فعلا دا ډول کارمندان په محدودو برخو کې ډاکټران، نرسان او ښځينه ښوونکې تشکيلوي.

 که څه هم پر ښځو باندې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوو محدودیتونو د لرې کولو له پاره ورځ تر بلې تمه کمیږي، طالبان د تېر په څېر پر عمومي څرګندونو تکیه کوي. دوی د محدودیتونو لرې کول د «مساعدو شرایط برابرېدو» سره تړي.

مجاهد په دې هکله وويل: «وروسته له هغې چې د خویندو د کار کولو له پاره مناسبه شرعي زمينه برابره شي، بیا به هغوی وشي کړی مخامخ کار وکړي او تنخواه واخلي.»

دويچه ویله د/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل