اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبهپه افغانستان کې د سولې د مذاکراتو په خاطر د ولسمشریزو ټاکنو ځنډویدو د رپوټ پر وړاندې غبرګونونه بیلابیل دي. یوشمېر سیاسي جریانونه له دغه وړاندیز څخه مشروط هرکلی کوي، خو ځینې یې بیا د واک غځېدو لپاره یوه پلمه بولي. خو افغان حکومت بیا په دې اړه وروستي راپورونه رد کړي او ټینګار یې دا دی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.