1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

په وروستیو وختونو کې د کابل په ګډون د افغانستان ډیر شمیر ولایتونه د بریښنا له سخت کمښت سره مخامخ دي. د طالبانو یو پلاوی اوس په اوزبیکستان کې دی چې دغه ستونزه حل کړي. خو آیا دغه ډله د دې کار وړتیا لري؟

https://p.dw.com/p/4LaBA
افغانستان/کابل، د ارغندي - کابل سب سټیشن
افغانستان/کابل، د ارغندي - کابل سب سټیشنانځور: DW/G. Adeli

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د کابل او ګاونډیو هیوادونو لوی تړونونه له ستونزو سره مخامخ شوي. په دې کې له ازبیکستان سره د بریښنا د وارداتو تړون هم شامل دي. دغه هیواد افغانستان ته د کال ۴۴۸ میګاواټه برېښنا واردولو تړون لري، چې په دې وروستیو کې دا کچه ۲۰۰ میګاواټو ته راښکته شوې ده.

ازبیکستان له یوې خوا افغانستان ته د برېښنا واردات نیمايي ته راکم کړي او له بل لوري له تېرو څو کلونو یې د وارداتي برېښنا بیې هم لوړې کړي.

پر افغانستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو خبرداری

تاشکند لا تر اوسه پورې د خپلې دې پریکړې لامل په رسمي توګه نه دی په ډاکه کړی، خو که لامل هر څه وي، افغانان یې له کبله سره سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. دا ځکه چې افغانستان اوسمهال د برېښنا له جدي کمښت سره مخ دی چې له امله یې د کابل او ولایتونو اوسېدونکي په ساعتونو د برېښنا له پرچاويو سره په سړه هوا کې ژوند کوي.

د افغانستان صنعت ته تاوان

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي دویچه ویله ته وویل چې په وروستیو دوو میاشتو کې برېښنايي ستونزو شاوخوا ۱۵۰۰ فابریکې له ستونزو سره مخ کړي. هغه زیاته کړه: «موږ اوسمهال د پلچرخي په صنعتي پارک کې ۵۸۰ فابریکې لرو. خو د بريښنا د ویش له اړخ نیم پارک یو ورځ وروسته یواځې لس ساته برېښنا لري، چې له دې اړخه دغه پارک ته هره میاشت میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.»

صافي زیاته کړه چې د برېښنا د کمښت له امله په کور دننه افغاني تولېداتو خپل بازار هم له لاسه ورکړی ځکه اوس ډېری سوداګر له بهره د توکو په واردولو تکیه کوي.

صافی خبرداری ورکوي چې د شته برېښنايي ستونزو له امله ډېری پانګوال په دې غور کوي چې آیا خپلو تولیدي چارو ته ادامه ورکړي او یا هم خپل فابریکي وتړي.

افغانستان/ سمنګان
افغانستان/ سمنګانانځور: DW/R. Elham

آیا طالبان ستونزه حلولی شي؟

اوس داسې ښکاري چې طالبان له ازبیکي چارواکو سره د مخامخ خبرو له لارې دغې ستونزې ته یوې حل لارې موندلو هڅه کوي. د دې ډلې د حکومت د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، له پنجشنبې ورځې راهیسې په اوزبیکستان کې دي.

هغه د طالبانو تر کنترول لاندې ملي راډیو ټلویزون ته تر خپل سفر مخکې ویلي دي چې غواړي له ازبک چارواکو سره د بریښنا د قیمت پر راټیټولو او همداراز د تړون پر تمدیدولو خبرې وکړي.

هغه ویلي دي: «اوس چې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د برق ستونزې دي، نو په دې اساس مونږ له یو پلاوي سره ازبیکستان ته روان یو چې هلته هغوی سره قرارداد تمدید کړو.»  

د طالبانو دغه غړي دا هم ویلي دي چې د سفر پر مهال به د ازبیکستان ۳۵ میلیونه ډالره د برېښنا پخواني پورونه هم ادا کړي.

برېښنا شرکت: ازبکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې

خو طالبان اوس مهال د خپلو سیاستونو له کبله له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دا چې دغه ډله د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي او له ښځو یې د کار او زده کړې حق اخیستی دی، نو د ازبیکستان په ګډون هیڅ یو هیواد هم هغوی په رسمیت نه پیژني. پر طالبانو باندې نړیوال بندیزونه هم پر ځای دي چې دغه شرایط د دې ډلې له پاره پر لویو تړونونو باندې له سره مذاکرات ستونزمنوي.

ښايي له همدې کبله وي چې د برېښنا شرکت اجرايوي رییس انجینر صفی الله احمدزي، د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزون ته ویلي چې که د ازبیکستان له چارواکو سره هوکړې ته ونه رسیږي نو باید په بدېلو لارو چارو غور وکړي. خو بدیلې لارې چارې ښايي تر دې قیمته او ستونزمنې وي ځکه په داسې حال کې چې طالبان نړیوال بانکې سیستم ته لاسرسی نه لري، ښايي ډیر کم هیوادونه له دې ډلې سره نویو تړونونو ته زړه ښه کړي.