1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د جي ۷ مشران به پر یوې ګډې موافقې سلا شي؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبه

تجارتي جګړه، د جنسیتي تبعيض ختمول او د سمندرونو د ککړتیا پر وړاندې مبارزه هغه مسائل دي چې په کاناډا کې د نړۍ د صنعتي هیوادونو د مشرانو د غونډې په اجنډا کې ځای لري. آیا دغه سرمشریزه به ؤتوانیږي یوه ګډه اعلامیه صادره کړي؟

https://p.dw.com/p/2zCcg
Kanada G7 Gipfel
انځور: picture-alliance/AA/E. Bolte

د «جي ۷» په نوم د نړۍ د صنعني هیوادونو سرمشریزه د شنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۹) پای ته رسیږي. اروپا د هغو فشارونو منلو ته تیاره نه ده چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا پرې واریدیږي. همدا رنګه دونالد ترامپ هم تر اوسه پورې پر خپلو ډیرو غوښتنو ټینګار کوي.

د کاناډا په لامالبه، ښار کې د «جي ۷» هیوادونو د غونډې په دویمه ورځ هم د صنعتي هیوادونو ټول مشران په دې هڅه کې دي چې د یوې ګډې اعلامیې په صادرولو سره دغه سرمشریزه پای ته ورسوي.

د جمعې په ورځ د غړو هیوادونو د سوداګریز سیاست او بهرني سیاست پر موضوعاتو بحث او سلا مشورې وشوې. ټاکل شوی ده چې د شنبې په ورځ به د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعيض د ختمولو او سمندرونو د ککړتیا پر وړاندې د مقابلې پر موضوعاتو بحث وشي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل هغو اختلافاتو ته په اشارې سره چې د ترمپ له دریځ سره موجود دی، د سرمشریزې په پای کې د یوې ګډې اعلامې پر متن د موافقې رامنځته کیدو په اړه شک او تردید څرګند کړی دی.

میرکل ویلي دي: «زما په باور، دا د یو صادقانه چلند نښه ده، کله چې ووایو موږ ؤ تونیدلو د ټولو مسائلو پر سر په یو خلاص بحث کې یوې موافقې ته ورسیږو». د آلمان صدراعظمه په دې باور ده چې د نظر اختلافات باید پټ نه کړای شي.

د ترمپ خوشبیني

د آلمان د صدراعظمې برخلاف د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بیا د یوې ګډې بیانیې پر متن موافقې ته د رسیدلو په اړه خوشبينه دی. ترمپ د کاناډا له لومړي وزیر جاستين ترودو، سره خپلې خبرې مثبتې ارزولي دي. د دواړو هیوادونو امریکا- کاناډا مشرانو د نورو تر څنګ د شمالي امریکا د آزاد تجارت (NAFTA) په تړون کې پر اصلاحاتو هم خبرې اترې کړي دي.

د «جي ۷» د صنعتي هیوادونو سرمشریزه د دغو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د لیدنې کتنې او دوه اړخیزو خبرو اترو زمينه مساعدوي. ټاکل شوی ده چې ترمپ به له جاستين ترودو، سره تر لیدنې کتنې وروسته، د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره هم وويني.

تجارتي جګړه

امریکا ته د فولاد او المونیمو پر وارداتو د ګمرکي تعرفو وضعه کول، د هغو مسائلو له جملې څخه دي چې د «جي ۷» صنعي هیوادونو سرمشریزه یې تر خپل سیوري لاندې راوستلې ده.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د نویو تعرفو د وضعه کولو موضوع، د حلیدو په اړه خوشبینې څرکنده کړې ده. مکرون له ترمپ سره تر لیدنې کتنې مخکې خبریالانو ته په دې اړه وویل: «مثبت ګامونه لیدل کیږي». په عین وخت کې د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې له ترمپ سره په تیره لیدنه کتنه کې ؤتوانید چې یو شمیر سوء تفاهمونو ته د پای ټکې کیږدي.

دا په داسې حال کې ده چې ترمپ اوس هم له اروپا سره د امریکا د بهرني تجارت پر منفي توازن ټینګار کوي او ویلي دي چې د دې وضعیت د ختمولو له پاره هڅې شوي دي.

د «جي ۷» د صنعتي هیوادونو په ډله کې د روسیې د دوباره شاملولو مسئله چې د ترمپ له خوا مطرح شوی وه هم د هغو موضوعاتو په کتار کې شامله ده چې د «جي ۷» پر سرمشریزه کې تر بحث لاندې ونیول شول.

د آلمان صدراعظمې ټینګار وکړ چې د جي ۷ صنعتي هیوادونو ډلې ته د روسیې راګرځیدل د یو شمیر مساېلو د هغو له جملې څخه د اوکراین د کړکیچ د حل پورې مشروطه ده.