1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا اوس هم داسې خلک شته چې د کرونا وبا څخه خبر نه وي؟

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

دمګړۍ د دې تصور هم ناممکن دی چې څوک دې د کرونا په اړه خبر نه وي. خو د نړۍ په ځينو هيوادونو کې نه یوازې دا چې خلک د کرونا په اړه خبر نه دي، بلکې داسې خلک هم سته چې د دې وبا شتون نه مني او يا يې په اړه ناسم معلومات لري.

https://p.dw.com/p/3eJqu
Hongkong Disneyland | Coronavirus | Wiedereröffnung
انځور: Reuters/T. Siu

له کابو تیرو شپږو مياشتو راهيسې نړۍ تر څو لسيزو وروسته له يوې نړيوالې وبا سره لاس او ګريوان ده. د کرونا وبا د نړۍ زياترو برخو ته رسيدلې ده. د جون د ۲۵ نیټې د معلوماتو په حواله په ټوله نړۍ کې د کرونا د اغیزمنو شمير کابو ۹۵ لکه دی او په دې مرض د مړو شويو شمير تر ۸۰ زرو اوښتی دی. په داسې يوه وضيعت کې څوک د دې تصور هم نه شي کولی چې گويا په نړۍ کې دې داسې سيمې هم وي چې خلک یې له دې وبا څخه بیخي بې خبره وي. خو همداسې ده.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو اين ايچ سي آر» کارکوونکي د افريقايي هيواد سوماليا پر پوله له مهاجرو څخه ځيني پوښتنې کوي. په عمومي ډول له دې کډوالو څخه يوازې د هغوی نوم او ادرس پوښتل کيږي او دا چې هغوی چيرته روان دي.

خو په سوماليا کې د کوويد ۱۹ ناروغۍ د لومړيو مثبتو پېښو تر تصديق وروسته د پوښتنو په نوملړ کې د کرونا په اړه پوښتنې هم اضافه کړل شوي.

د جون پر شلمه نيټه د ختميدونکې يوې اوونۍ په ترڅ کې په ټوليزه توګه ۳۴۷۱ مهاجر پوښتل شوي ول چې له دوی څخه یې ۵۱ سلنه د کرونا د نړيوالې وبا په اړه خبر نه ول.

Coronavirus | Brasilien Rio Beisetzung Covid-19 Opfer
انځور: picture-alliance/Zuma/F. Souza

د سوماليا په پلازمينه موګادیشو کې د يو اين ايچ سي آر د پروګرام د مشرې سليست سانچيز بين په حواله چې کله لومړی مهاجر په دې اړه خبر شول نو ډېر حیران شول. نوموړې زياته کړه چې زياتر وخت يمن ته د تګ په تکل راوتلي مهاجر په دې هم نه پوهيږي چې په يمن کې کورنۍ جګړه روانه ده.

نوموړې زياتوي: «له دې لحاظه ښايي دا د حيرانيدو خبره نه وي چې د کرونا ويروس په اړه پوهاوی محدود دی.» د دې مهاجرو زياتره یې د ايتوپيا څخه وي. اکثريت یې د لېرې پرتو سيمو اوسيدونکي وي چیري چې د انترنت آسانتيا هم عامه نه ده.

د کوويد ۱۹ په اړه ناخبري یوازې تر مهاجرو محدوده نه ده. د سوماليا د جنوبي ښار ساکاو يوې اوسيدونکې فاطمې موالن په يوه تليفوني تماس کې د کوويد ۱۹ په اړه د خبرو په ترڅ کې وويل: «داسې کوم ټکې مې اوريدلی دی خو دا مرض دلته نه شته. مسلمانان په دې مرض نه اخته کيږي.»

د سوماليا د هغو سيمو اوسيدونکي چې د تندلارې ډلې الشباب تر کنترول لاندې دي، د دې ويروس شتون هيڅ نه مني. په موګاديشو کې چارواکي د دې علت انترنت ته محدود لاس رسی، د پوهاوي د پروګرامونو کمښت او د تندلارو له خوا پر تماس نيونې بندیز په ګوته کوي.

د يو اين ايچ سي آر له خوا دا هم ويل شوي چې د سوماليا په لیرې پرتو سيمو کې خلک فکر کوي چې کرونا د ماشو په واسطه خپريدونکي کومه ناروغي ده او تر ټولو مهم علايم یې نس ناسته ده.

زمو. له آرشیف څخه: