آيساف اجازه لري چه د مخدره موادو پر ضد مبارزه وکړی
۱۳۸۷ مهر ۱۹, جمعهد ترياکو توليدات هم راکم سوی دي، خو نه په هغه اندازه لکه د کوکنارو کرل. خو بيا هغه زياتره په هغو ځايو کي توليديږي، چه طالبان پکښي حاکم او د دوی مرکزونه دی.
ياغيان په خپل وار د ناټو پر ضد د مخدره موادو د خرڅلاو د پيسو څخه ځانونه تقويه کوي، او د هغو پر ضد جنګيږي. دقيقأ د همدې خاطره د امريکا متحده ايالات غواړي چه د مخدره موادو د توليداتو د قاچاقو پر ضد خپله مبارزه پیاوړې کي.
د امريکا دفاع وزير رابرت ګيتس وويل چه که موږ د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد مبارزه کوو، او د هغوی لابراتوارونه خرابوو، او پدې وسيله د طالبانو د مالي منابعو مخه نيسو، نو دا يو قانوني عمل دی.
قانوني به وي، خو جرمني هغه د سياسي لحاظه غيرعاقلانه بولي. ليکن جرمني د خپل دغه نظر په درلودلو سره په اقليت کي پاته دی. د جرمني حکومت د مخدره مواد پر ضد د آيساف د مداخلې مخالف دی، او غواړي لکه تر اوسه دغه مبارزه افغاني مقاماتو ته پريږدي. د جرمني دفاع وزير فرانس يوزف يونګ وويل:
« زه عقيده لرم چه دا سمه ده چه موږ هم بايد د مخدره موادو پر ضد يو څه وکړو، خو د افغاني قواوو سره. زه ګمان کوم دا يو مهم ټکی دی.»
خو دا به نوره مشکله وي، چه د جرمني حکومت دي د امريکا، برتانيې، هالينډ او نورو د غوښتني په مقابل کي مقاومت وکي. ځکه چه د ناټو د دغو هيوادو پر څنګ د افغانستان لخوا هم د دې غوښتنه کيږي، چه ناټو د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کي زموږ سره کومک وکي.
د يوه تازه خبر پر اساس په بوداپست کي د ناتو د دفاع وزيرانو په غونډه کي لکه څنګه چه د ناټو وياند جيمز اپاتورای وويل، اوس فيصله سوې ده، چه آيساف کولای سي په افغانستان کي د مخدره موادو پر ضد مبارزه وکی. خو هغوی بايد د افغاني مقاماتو په مشوره دغه کار تر سره کي.
په افغانستان کی د نړۍ 90 فيصده تارياک توليدیږی، او طالبان ددغه معاملې څخه په زياتيدونکي ډول ګټه اخلي.
څو کاله مخکي لا په افغانستان کي يوازي کوکنار کرل کيدل، او هغه به د افغانستان څخه د باندی په تریاکو او هيرويينو تبديليدل، خو دغي خبري اوس تغير کړی دی، او د هغه وخته چه قاچاقبران پخپله په افغانستان کي توليدوی، نو د هغو ګټه هم بېحده ډيره سوې ده.
ملګري ملتونه وايي چه د دغي ګټي څخه يوازی د طالبانو جيبو ته تر 300 مليونو ايرو پوري لويږي.