1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيرلنډ غواړي په سونو نور افغانان ومني

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

د آرلنډ حکومت غواړي چې تر ۵۰۰ پورې نور افغانان ومني. د اروپايي ټولنې دې هیواد تر اوسه تر ۶۷۰ ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4119b
Uzbekistan | Durch die Bundeswehr Evakuierte aus Kabul landen in Tashkent
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/Handout/REUTERS

د آيرلنډ د عدلیې وزيرې هيتر همپريز د سه شنبې په ورځ وويل: «هغه افغانان چې اوس په آيرلند کې اوسيږي يا پخوا اوسيدلي وي، کولی شي د خپلې کورنۍ د غړيو د راغوښتلو له پاره درخواست وکړي.»

د نوموړې وزيرې له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې ماشومان، مېندې چې په يوازې سر ورته د اولادو سرپرستي ور تر غاړې وي، زاړه، معيوبين او همد راز د بشري حقونو فعالين بايد لومړيتوب ورلري.

د اروپايي ټولنې دې هېواد چې څه نا څه ۵ ميليونه نفوس لري، په روان کال کې تر اوسه تر ۶۷۰ ډېر افغانان منلي دي.

په افغانستان کې د اګست مياشتې په نيمايي کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، لوېديځو هېوادونو په بيړه د خپلو سيمه ایزو کارکوونکو په راايستلو لاس پورې کړی خو اوس هم يو شمیر هغه کسان چې د ځانګړي ګواښ سره مخ دي، لا په دغه هېواد کې پاته دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: