آيا پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه غوښتل؟
۱۳۹۲ فروردین ۱۸, یکشنبهنیویارک تایمز لیکلي دي چې هغه وخت پاکستان موافقه کړې وه چې امریکا د هغه له فضا څخه ګټه پورته کولای شي. ورځپاڼي همداراز هغه پېښي ته اشاره کړې ده چې په ترڅ کې یې پاکستان امریکايي بې پیلوټه الوتکې ته وویل چې د طالبانو یو پاکستانۍ غړی چې په قبایلي سیمو کې یې فعالیت کاوه ووژني.
تر برید مخکې پاکستاني پوځ پر دغه وګړي باندې د دې هیواد د دښمن ټاپه وهلې وه.
نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د دې په بدل کې بیا پاکستان متحده ایالاتو ته اجازه ورکړه چې په قبایلي سیمو کې د القاعدې غړي په نخښه کړي.
په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په لومړي يرغل کې وژل شوی کس بیا وروسته د نیک محمد په نوم وپیژندل شو چې په جنوبي وزیرستان کې يې فعالیت کاوه. له هغه سره یو شمیر نور کسان هم وژل شوي ول چې پکې دوه تنه ماشومان چې له ۱۰ څخه تر ۱۶ کلونو یې عمر لاره. وروسته بیا د پاکستان پوځ د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.
د امریکا استخباراتي ادارې CIA تر هغه وروسته د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د شکمنو ترهګرو د وژلو لړۍ ګړندۍ کړه چې ورباندي د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د زندانونو د لرلو له کبله سختې نیوکې وشوې. CIA په دغو زندانو کې هغه شکمن ترهګر ساتل چې په بېلابېلو سیمو کې به یې نیولي ول.
په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې که څه هم د القاعدې او طالبانو ډیر شمیر غړي له منځه تللي دي، خو د هغوی تر څنګ په سوو بېګناه انسانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې د ملکي کسانو له وژل کیدو سره په پاکستان او واشنګټن کې د دغه الوتکو د کارونې په اړه اندیښنې رامنځ ته شوې.
د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې ویل شوي ول چې سپینه ماڼۍ غواړي د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو مسئولیت له CIA څخه د امریکا پوځ ته وسپاري. د رسنیو په حواله سپینه ماڼۍ اوس پر داسې یوې طرحې باندې کار کوي چې له مخې به یې د بې پیلوټه الوتکو عملیات د جګړې له نړیوالو قوانیونو سره په همغږۍ کې وي.
چارواکو ویلي دي چې د نړیوالو قوانیو له مخې باید د بې پیلوټه الوتکو يرغلونه د هغه هیواد په موافقه تر سره شي، چې پکښې شکمن ترهګر په نخښه کیږي. اوس مهال د امریکا اسختبارتي اداره او پوځ د بې پیلوټه الوتکو عملیات ترسره کوي چې له کبله یې په یمن، پاکستان او افغانستان کې پر دغو يرغلونو باندې ډیري نیوکې کيږي.