1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا طالبانو په تيرو درو کلونو کي ديپلوماتيکې بریاوې درلودلي؟

۱۴۰۳ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

طالبانو پر افغانستان د خپلې درې کلنۍ واکمنۍ په جریان کې د سختو محدودیتونو تر څنګ ځينې ديپلوماتيکې لاس ته راوړنې درلودلي دي. د فرانسې خبري آژانس په دې ارتباط د طالبانو حکومت کړنو او موقف ته یوه کتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4jP5o
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
په مسکو کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې د یو شمیر طالب چارواکو انځور زمونږ له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

طالبان چې له درې کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي، له اسلامي شریعته د خپل تفسیر پر اساس ېې په ځانګړې توګه د ښځو د کار او تعلیم په برخه کې سخت محدودیتونه وضع کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو طالب چارواکو د اعلان شوو محدودیتونو با وجود، د هر هيواد له لورې د رسمیت پېژندلو له پاره خپلې هڅې جاري ساتلي دي.

خو په افغانستان کې شته بشري بحران، د تروریزم ګواښ او سخت پراګماتیزم یا واقعیتپالنه، سبب شوې چې له دغه هېواد سره یو لړ نړېوال تعاملات موجود وي.

د دغو تعاملاتو یوه تر ټولو د پام وړ بېلګه په جون میاشت کې په قطر کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ کنفرانس کې د طالب چارواکو ګډون ده چې پکې پر اقتصادي او مخدره موادو سره د مبارزې پر موضوعاتو خبرې وشوې.

 ذبيح الله مجاهد، چې په دغه کنفرانس کې ېې د طالب مرکچي پلاوي مشري کوله هغه وخت وويل چې دغه غونډه د دې ښکارندوی کوي چې «افغانستان نور له انزوا څخه راوتلی دی.»

د فرانسې خبرې آژانس لیکي ذبیح الله مجاهد ورته په یوه تازه مرکه کې وويل: «موږ په دې شرط چې د افغانستان وضعیت په نظر کې نیول شوی وي، د مثبتو نظریو پلوي کوو.» دغه مرکه پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د دريمې کلیزې په درشل کې شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس د افغانستان د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتیار د لمسي نظر هم راخیستی چې طالبانو سره د مذاکراتو د تعامل ستاینه ېې کړې.

    

عبيدالله بهیر ویلي دي: «نړېواله ټولنه نشي کولی د ښځو د حقونو موضوع حل کړي. څه شی چې نړېواله ټولنه ېې کولی شي د یو داسې چاپېریال رامنځ ته کول» دي چې په هغه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په تدريجي توګه د ثبات پر لور ولاړ شي.

 بهیر چې په کابل کې اوسیږي وايي چې دی اوس هم په دې باور دی چې مذاکرات کولی شي بدلون رامنځ ته کړي. طالب چارواکي همدارنګه هڅه کړې تر څو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.

ذبیح الله مجاهد په دې هکله وويل: «په حاضر وخت کې موږ له خپلو ګاونډيو، د سیمې او اسلامي هېوادونو سره ډېرې ښې اړېکې لرو» او زیاته ېې کړه چې شاوخوا ۴۰ هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه يا قونسلګريانې لري.

په تېرو درو کلونو کې په کابل کې د غربي هېوادونو سفارتخانې تړلې پاته دي، اما د منځنۍ اسیا ځينو هیوادونه، پاکستان، چين، روسیه او ایران هغه هيوادونه دي چې په دغه موده کې ېې له کابل سره خپلې دي فکتو ديپلوماتيکي اړېکې برقراره کړي دي.

په دې منځ کې روسيه هم دې ته چمتووالی ښودلی چې طالبان د یو تروریستي سازمان په توګه له خپل لیسته وباسي او چين بیا د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې لومړنی هيواد دی چې کابل ته ېې خپل سفير معرفي کړی دی.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې تر شل کلنې جګړې وروسته پر افغانستان بیا حاکم شول او اوس ېې په هېواد کې د امنیت ټينګښت یو له مهمو اولویتونو ګرځولی دی.

په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګي په تړاو امنيتي اندېښنې راپارولي دي. ملګرو ملتونو تېره اوونۍ خبرداری ورکړی دی چې د داعش خراسان څانګه چې د اروپا له پاره تر ټولو ستر بهرنی تروریستي ګواښ دی د قوي کېدو په حال کې ده.

خو مجاهد پر دې ټینګار کوی چې د داعش ګواښ نور له منځه تللی دی: «موږ د داعش خراسان پدیده نژدې صفر ته راوستې ده.»

   

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

که څه هم اوس په افغانستان کې جګړه نشته، خو د طالبانو سرپرست حکومت د خپلو ملي عوايدو ډېره برخه امنیتي سکتور ته ځانګړ کړې ده.

که له ېوې خوا اوس په افغانستان کې له څه باندې ۴۰ کلونو وروسته بشپړ امنيت موجود دی، خو له بل لوري د دغه هيواد ډېر وکړي د فقر او بیکارۍ او نورو سختو شرایطو له کبله له لوږې او ژوندي پاتې کېدو سره مبارزه کوي.

د طالبانو د حکومت چارې له کندهاره د طالبانو مشر ملا هيبت الله آخوندزاده، د فرمانونو پر اساس عملي کيږي.

نن ورځ د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې کوم ښکاره سیاسي اپوزيسیون نشته، سیاسي ګوندونه لغوه شوي او انتخابات نه ترسره کیږي.

یو مدنی فعال چې د خپل نوم له ښودلو ېې ډډه کړې وويل: «هيڅوک نشته چې د امير پر وړاندې ودریږي.»

ملګري ملتونو په افغانستان کې وضعیت «ډارونکی» ارزوي چېرته چې ښکاره اعتراضونه پکې نه ترسترګو کېږي، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي.

مجاهد وايي: «موږ دا نه منو چې موږ دې زورواکي واوسو.»

د طالبانو د حکومت ویاند په ولایتونو کې د مشرانو او روحانیونو شوراګانو ته په اشارې وويل چې چارواکي یو «میکانیزم لري تر څو د خلکو غږ حکومت ته رسوي.» هغه زیاته کړه: «کېدای شي دوی د مخکني حکومت ته ورته نه وي یا هغسې چې په دموکراټيکو حکومتونو کې رايج دي، خو موږ دغه میکانیزم ته د اسلام پر اساس پراختیا ورکړې او د هيواد مصالحو ته ژمن یو.»

کوم څه چې موږ ېې کولی شو ترسره کړو هغه ولس او دغو خلکو [طالب چاروکو] سره خبرې دي، چې په نهایت کې یو ستر ملي فشار ایجاد شي... په دې هېله چې دوی پوه شي چې د خلکو په مقابل کې قرار لري او خپلي ژمني عملي کړي.

(AFP)mks/nz/ pt-abh/sbh/sw/amj/kma