1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا سېلاب ځپلو ته مرستي رسېدلي؟

۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چې وروستیو سېلابونو د هيواد ۱۳ ولایتونه ځپلي او دوی کوښښ کوي چې ټولو ته رسېدگي وکړي. خو د مرستو رسولو پر لړۍ جدي نېوکې شته.

https://p.dw.com/p/3hae1
Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
انځور: Getty Images/AFP/A. S. Arman

چارواکي وايي، سیلابونو پکتیا، کابل، کاپيسا، میدان وردک، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د افغانستان پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سیلابونو کې تردې دمه شاوخوا ۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ ډير ټپیان دي.

د مالوماتو له مخې په دغو سېلابونو کې تراوسه ۱۵۰۰ د هستوګنې کورونه، ۲۳ هټۍ او ۱۱۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.

اړوند چارواکي څه کوي؟

طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري نن پنجشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۲۷مه) خبریالانو ته وویل، چې د زیانمنو د ژغورنې عملیات دوام لري: «په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله داوښتې مرګ ژوبلې شمیرې مخ پر ډېرېدیو دي، موږ کوښښ کوو چې قربانیانو ته په وخت مرستې ورسوو.»

اړونده موضوع:په پروان کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي دي

ولسمشر محمد اشرف غني د پروان ولایت اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په خبرو کې ددغه ولایت له سېلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو رسولو امر کړی.

د ارګ یوې ویناپاڼې د ولسمشر غني له قوله لیکلي: «ډاډ ولری چې اړینې مرستې ځپل شویو کورنیو ته رسیږي.» ولسمشر غني د ټولو هغو افغانانو له ملي پیوستون څخه هرکلی کړی چې ددغو سېلابونو پرمهال یې هر یوه ځان «پروانی» ګڼلی او مرستې یې کړي.

Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
د سېلابونو له کبله يوازې په پروان ولايت کې د ۵۰۰ کورونو د ورانيدو خبر ورکړل شوی انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

ایا اړمنو ته په وخت مرستې رسېدلي؟

خو د سیلاب ځپلو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي چې دولت او مرستندويه بنسټونو یې پر وخت لاسنیوي ته نه دي وردانګلي.

د پروان اوسیدونکي او ددغه ولایت پخواني والي جنرال عبدالبصیر سالنګي چې نن سېلاب ځپلو سیمو ته ورغلی وو، دویچه ویله ته وویل، هلته نیږدې ۳ زره کورنۍ بې کوره شوي دي: «زه نن هغو سیمو ته ورغلم او هرڅه مې له نیږدې وکتل اوس یوازي ځیني ملي سوداګرو او د پارلمان وکېلانو کومکونه کړي، ډير خلک مرستو ته اړ دي خو تراوسه مرستې نه دي ورسیدلي.»

دغه پخوانی افغان چارواکی زیاتوي چې اوسمهال ډيري بې ځایه شوې کورنۍ یا په ښوونځیو او یا هم د خلکو په کورونو کې ژوند کوي.

ده پر حکومت غږ وکړ چې د سېلابونو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د سرپنا له پاره دې بیړنۍ اقدام وشي، ځکه ځايي خلک هم د بې وزلۍ له امله دغه مسئولیت ته اوږه نه شي ورکولای.

افغان حکومت له سېلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو په موخه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ کمېټه جوړه کړې ده.

اسماعیل شاکر – کابل