آيا روسانو طالبانو ته د امريکايانو پر وژلو پيسې ورکولې؟
۱۳۹۹ تیر ۷, شنبهداسې ښايي چې دغو انعامونو به طالب جنګيالي دې ته هڅول چې امريکايي ځواکونه په نخښه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په دې هڅه کې دی چې د امريکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
ورځپاڼه د نامعلومو چارواکو په نقل قول کاږي چې ترمپ ته د مارچ په مياشت کې دغه اطلاعات ورسېدل، خو د ځواب په اړه يې بيا کومه پرېکړه نه ده کړې. ورځپاڼې د کرملين د يوه وياند نقل قول هم راوړی دی چې په خبره يې روسيه د دغو تورونو څخه ناخبره ده. روسيه په افغانستان کې خپله تجربه هم کړې ځکه چې پخوانی شوروي اتحاد په دغه خاوره کې د اسلامي جنګياليو په مټ چې واشنګټن يې ملاتړ کاوه، مات شو. خو په دې وروستيو کې روسيه د متحده آيالاتو له لوري په دې تورنه شوې وه چې په پټه طالبانو ته سپکې وسلې په اختيار کې ورکوي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د افغان - شوروي جګړې يا د سوريې غچ؟
د نيويارک ټايمز په حواله مختلفې تيورۍ شته چې روسيه ولې د طالبانو له بريدونو څخه ملاتړ کوي، چې يوه يې په جګړه کې د متحده آيالاتو د ښکېلتيا اوږدول دي. داسې هم ويل کيږي چې د روسيې هغه واحد چې ښايي له طالبانو سره مرسته کوي، غواړي د متحده آيالاتو له خوا په سوريه کې د روسي اجيرانو د ژونې غچ واخلي. روسيه په سوريه کې له ولسمشر، بشار الاسد، څخه ملاتړ کوي. د يادې ورځپاڼې په حواله له طالبانو سره د مرستې عمليات د «جي ار يو» په نوم د يوه واحد په واسطه کيږي چې د بېلابېلو نړيوالو پېښو پړه ورباندې اچول کيږي. يو مثال يې په ۲۰۱۸ کال کې په بريتانيا کې د کيمياوي موادو له لارې هغه بريد دی چې نژدې يې په روسيه کې زېږېدلی ډبل اجنټ سرګي سکريپال وژلی وو. د متحده آيالاتو استخبارات په دې نظر دي چې روسيې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې له ترمپ سره مرسته کړې ده چې يوه لاره يې په ټولنيزو رسنيو کې لاسوهنه وه. ترمپ دغه موندنې بې بنسټه بللې دي او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د اړيکو د ښه کولو هڅه کړې ده. دا په داسې حال کې هم ده چې د ترمپ ادارې پر روسيې باندې په اوکراين کې د روسيې د تګلارې له کبله بنديزونه هم لګولي دي.