آيا د غازي ميدان په اړه به ټولپوښتنه وسي؟
۱۳۹۲ خرداد ۲۳, پنجشنبهد ترکیې حکومت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ د استانبول د غازي پارک پروژې په اړه د یوې ټولپوښتنې د ترسره کولو خبره وکړه. په لومړي سر کې د همدې پروژې پر ضد په استانبول کې مظاهرې پیل شوې چې بیا وروسته د دغه هیواد ډیرو برخو ته وغځیدې.
د فرانسې خبري آژانس د ترکیې د حکومتي ویاند حسین سلیک، په حواله ویلي دي: «موږ کیدای شي د دغي موضوع په اړه یوه ټولپوښتنه تر سره کړو... په دیموکراسي کي یوازې د خلکو غوښتنه اهمیت لري.»
سلیک په عین حال کې پر دې خبره باندي هم ټینگار کړی دی چې پولیس به د استانبول له تقسیم میدان څخه د مظاهره کوونکو د شړلو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، د چهارشنبې په ورځ د خپلې کابینې له غړو سره تر لیدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې له مظاهره کوونکو څخه د غازي پارک د پاکولو غوښتنه کړې وه. سلیک وویل:
«هغه کسان چې نیتونه یې بد دي او یا غواړي چې په پارک کې له پاتې کیدو سره نور کسان را وپاروي، له پولیسو سره به مخامخ شي.»
د استانبول په تقسیم میدان کې بیا هم د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې چې په پایله کې پولیس له مظاهره کوونکو څخه د دغې سیمې په پاکولو وتوانیدل.
په ترکيه کې د بشري حقونو بنیاد، ویلي دي چې یوازې په یوه شپه کې په دې سیمه کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د نښتو په پایله کې۶۲۰ کسان ټپیان شول.
په همدې حال کې د ترکیې رغتیایي بنیاد ویلي دي چې په دغه هیواد کې د مظاهرو له پیلیدو راهیسې ۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي. د مظاهرو له کبله همداراز درې تنه ملکي وگړي او تن پولیس وژل شوي هم دي.
د آلمان حکومت د ترکیې حالات له اندیښنې سره څاري
د آلمان د صدراعظمې انگيلا میرکل دفتر د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د ترکیې پر حکومت باندې د زغم غږ وکړ. له بلې خوا د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، له خپل ترکي سیال عبدالله گل، سره د يوه تلیفوني تماس په ترڅ کې په ترکيه کي د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده. گل د ترکیې په وروستیو پېښو کې تر ډیره پورې نرمښت ښکاره کړی دی.
گل د چهار شنبې په ورځ وویل: «زه هیله لرم چې موږ به دغه ستونزه له دیموکراتیکو لارو حل کړ. که هغوی [مظاهره کوونکي] نیوکي لري، موږ یې باید واورو او په اړه یې خبري وکړو.»
په ترکيه کې له نزدې دوو اونیو راهيسي مظاهرې رواني دي چې په پایله کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې هم رامنځ ته شوې دي.