1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا آلمان به له کور څخه پر وتلو بنديز ولګوي؟

۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبه

د کرونا د لا زياتې خپريدنې له کبله کيدای شي چې په آلمان کې له خپل کور څخه پر وتلو بنديز ولګول شي. پر دغه موضوع بحثونه زښت تاوده شوي دي.

https://p.dw.com/p/3o577
Deutschland Lockdown Bayern ruft den Katastrophenfall aus.
انځور: Frank Hoermann/SvenSimon/picture alliance


د دې له پاره چې کرونا ويروس لا زيات خپور نه شي، آيا کيدای شي له کور څخه د شپې له خوا بهر ته په وتلو بنديز ولګيږې؟ د اونۍ په پای کې د صدارت ماڼۍ او د ايالتي مشرانو تر منځ د داسي اقداماتو په کولو او زور اچولو خبرې روانې وې. لا روښانه نه ده، چې د کرونا بحران  په اړه چې کوم محدوديتونه وضع شوي نور يې هم سختول غواړي که څنګه.

کيدونکي اقدامات

د صدراعظمې معاون، د ماليې وزير اولاف شولڅ د حکومت او ايالتونو مشرانو خپل تر منځ  په غونډه کې له سه شنبې ورځې څخه  د محدوديتونو غزولو په اړه خبرې وکړي . شولڅ د یکشنبې په ماښام د بيلډ له ورځپانې سره په خبرو کې وويل:« بايد لا زيات اقدامات تر سره شي.» هغه زياته کړه « دا چې ۱۴ ورځې کيداي شي بيا تکرار شي.» د هغه به وينا د شپې پر وخت له کور څخه پر بهروتلو ښايي محدوديت وضع شی. د ماليې وزير وويل:« زما په اند دا د امکان تر حده اقدامات دي، نه  ټول هغه چې باید ترسره شي.»

د نوي کال له پېل راهيسي د سختو مخافظتي اقداماتو وضع کېدنې باوجوده بيا هم په المان کي د کرونا پيښې هماغسي زياتې دي. روغتونونه له ناروغانو ډک دي. له سل زره اوسیدونکو څخه په اونۍ کئ  ۱۶۳ يې ناروغه دي، خو د ايالتونو ټاکل شوی هدف دا دی چي ياده شميره ۵۰ ته راټيټه شي. خو دا هدف لا ليري ښکاري او نه دی ترلاسه شوې.

آ./ح.ح./ا.ا.