آنگ سانگ سو کيي و پارلمان ته کاميابه سوه
۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبهاعلان
د برما يا ميانمار په پارلماني ټاکنو کي مخالف ديموکرات گوند زياتي رايي گټلي دي. ددغه گوند مشره او د سولي د نوبل د جايزې گټونکې آنگ سانگ سو کيي هم په دې توانېدلې ده چي د رنگون په خپله حوزه کي زياتي رايي وگټي او د پارلمان چوکۍ خپله کړي.
اټکل کيږي چي رسمي پايلي به يو څو ورځي وروسته معلومي سي. د يکشنبې په ورځ د ۴۵ چوکيو له پاره پارلماني ټاکني له سره تر سره سوې. په داسي حال کي چي مخالفو گوندونو په ټاکنو کي د درغليو خبره کړې ده نړيوالو څارونکو ويلي دي چي ټاکني په سمه توگه تر سره سوې.