آنجلينا جولي څلوېښت کلنه سوه
آنجلينا جولي په فلمونو کي تر کلونو بريالي کار وروسته اوس فلمونه جوړوي. جولي د جون مياشتي ۴ نېټه خپله څلوېښت کلني لمانځي. جولي په بشردوستانه کارونو کي ډېره ونډه اخلي.
د فلمونو امريکايي ستورې او د اسکار جايزې گټونکې انجلينا جولي نن (۲۰۱۵م کال د جون ۴مه) خپله څلوېښت کلني لمانځي.
د آنجلينا جولي پلار او مور جان ويت او مارچلين برتراند هم دواړو په فلمونو کي کار کاوه.
آنجلينا جولي په ښوونځی کي منزوۍ وه. هغې د روحي فشارونو له کبله ځيني وختونه حتي خپل ځان په چاړه وهه. جولي تر ۲۰ کلنۍ پوري هر ډول مخدر مواد و ازمويل. وروسته هغه دې حالت ورسېده چي په ۲۴ کلنۍ کي ۷۲ ساعته د رواني ناروغيو په يوه روغتون کي بستر سوه.
جولي په ۱۹۹۵م کال کي په اول وار د هاليود د «هکرانو» په فلم کي کار وکړ. دې د فيلمبردارۍ په يوه صحنه کي له بريتانيايي لوبغاړي جاني لي ميلر سره وپېژندل. دوی بيا په ۱۹۹۶م کال کي واده سره وکړ. که څه هم دوی ډېر وخت سره پاته نه سول خو بيا هم جولي تر اوسه پوري له هغه سره دوستي لري.
آنجلينا جولي په ۲۰۰۰م کال کي په (Gil, Interrupted) فلم کي د ښه کار کولو په خاطر د اسکار جايزه وگټله.
جولي په همدغه کال له بابيلي باب تورنتون سره واده وکړ. دوی ۳ کاله يو ځای ول او وروسته سره جلا سول.
په ۲۰۰۱م کال کي د جولي ژوند بدلون وموند. د کمپوتري لوبو د فلم په جوړولو سره جولي په يوه ستورې بدله سوه. هغې د دغه فلم د جوړولو پرمهال کمپوچيا ته سفر وکړ او په اول وار له بشردوستانه فعاليتونو سره آشنا سوه.
جولي په ۲۰۰۱م کال کي د پناغوښتونکو په برخه کي د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې سوه. هغې يو کال وروسته يو کمپوچيايي هلک خپل زوی کړ او لږ وروسته له خپل مېړه تورنتون څخه جلا سوه.
آنجلينا جولي او برد پيت په ۲۰۰۵م کال کي سره وپېژندل. پيت په دغه وخت کي د جنيفر انيستون مېړه وو. جولي په ۲۰۰۶م کال کي اعلان وکړ چي اميدواره ده.
وروسته بيا د جولي کوچنيان ډېر سول. پر خپلو اولادونو سره بيره هغې يو کمپوچيايي يو اتيوپيايي او يو ويتنامی کوچنی خپل اولادونه وگرځول.
جولي د فلم جوړولو پر مهال.
د جولي يوه فلم «ماتې نه خوړونکې» په ۲۰۱۴م کال کي يوازي په امريکا متحدو ايالاتو کي په ۱۱۵ ميليونه ډالره خرڅ سو.
جولي او برد پيت په ۲۰۱۲م کال کي د اسکار جايزې د مراسمو پرمهال.
جولي پر فلم جوړولو سربيره په بشردوستانه کارونو کي هم فعاليت کوي. هغه جنگي سيمو ته سفرونه کوي او له بې وزلو خلکو سره گوري.
جولي په ۲۰۱۴م کال کي د بريتانيا د ملکې اليزابت دوهمي، له خوا د بشردوستانه کارونو په خاطر وستايل سوه.
آنجلينا جولي او برد پيت په ۲۰۱۴م کال کي واده وکړ.
آنجلينا جولي.