1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: یو افغان د خپلې ښځې د قتل په تور نیول شوی

۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

یوې افغانې ښځې چې تیره ورځ د آلمان په بایرن ایالت کې په یوه بس کې د خپل میړه له خوا په چاقو وهل شوې وه، په روغتون کې سا ورکړې ده. د دغې ښځې ۳۷ کلن میړه د قتل په شک نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3euna
Polizist mit Dienstpistole
انځور: picture-alliance/M. Brandhuber/O. Network

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ یو افغان د خپلې ښځې د قتل په تور نیول شوی او نن د سه شنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۷ نیټه) به قاضیان پریکړه وکړي چې نوموړی په تعلیقي بند کې وساتي او یا یې آزاد کړي.

د پولیسو په وینا نوموړی کس په سیمه ایز بس کې د چاقو په وسیله د خپلې ښځې د وهلو په تور نیول شوی دی. د دغې پيښې پر مهال په بس کې ډیر ماشومان هم موجود ول چې له ښوونځي څخه بیرته د خپلو کورونو پرلور روان ول.

چارواکو ویلي دي چې شکمن کس وروسته له دې چې خپله ښځه یې څو واري په چاقو وهلې، چاقو یې په بس کې پریښې او له سیمې تښتیدلی وو، خو څو ساعته وروسته بیا د پولیسو د پراخ تعقیب په پایله کې شکمن کس ونیول شو.

دغه ۲۷ کلنه ټپي شوې ښځه سمدلاسه روغتون ته ولیږدول شوه، خو د شدیدو ټپونو تاب یي رانه وړ او په روغتون کې یي سا ورکړه.

د دې ځوانې ښځې میړه چې یو ۳۷ کلن افغان دی، په ۲۰۱۹م کال کې یي هم په پولیسو کې دوسیه لرله. په هغه وخت کې هم نوموړی پر خپلې ښځې د برید په تور پولیسو ته معرفي شوی وو.

دغه میړه او ښځه دواړه افغانان او له یوه بله یې جلا ژوند کاوه. د هغه شرکت په حواله چې دغه بس ورپورې تعلق لري تیره ورځ غرمه پر دې ځوانې ښځې د برید پر مهال په بس کې شاوخوا ۱۰ تنه ماشومان او ۴ تنه لویان هم موجود ول.

د پيښې له رامنځته کیدو وروسته د موټر چلونکي خپل بس د آلمان د بایرن ایالت کلیوالي سیمې «اوبرګونسبرګ» ته نږدې درولی او پولیسو ته یې اطلاع ورکړې ده. دا کلی شاوخوا ۶۵۰۰ تنه نفوس لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز