1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ د دوه ګوني تابعیت په اړه اصلاحات «باید مخکې شوي وای»

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د آلمان حکومت اراده لري مهاجرو ته تر یوه ډېر تابعیت درلودلو اجازه ورکړي او له څو لسیزو راهیسې ممنوعیت لغوه کړي. د هغو کسانو په وینا چې له دې موضوع څخه اغیزمن شوي دي، دا کار باید ډیر وختي شوی وای.

https://p.dw.com/p/4KhyB
Symbolbild I Doppelte Staatsbürgerschaft
انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance

د مارک یانګ له پاره د څو ګونې تابعیت درلودلو په هکله د آلمان د اتباعو په قوانینو کې اصلاحات تر هغې ۱۰کاله ناوخته دي، چې کله ده ورته اړتیا درلوده.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «په هغه وخت کې ما د آلمان د تابعیت له پاره ډېره لیوالتیا درلوده. خو ما د خپل امریکایي پاسپورت له لاسه ورکولو څخه ډډه وکړه. ستاسې پخوانی تابعیت په دې معنی نه دی چې ستاسې وفاداري وویشي، په هغه شکل چې ډېر مخافظه پاله آلمانان یي ادعا کوي. دا یوازې دا ښيې چې تاسې واقعاً څوک یاستئ. دا باید ډیر پخوا تغیر شوی وای.»

یانګ له ۲۰ کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي او له مودو راهیسې د آلمان حکومت له خوا د اتباعو په قانون کې د اصلاحاتو اړوند له سیاسي بحثونو څخه ستړی شوی دی.

اړونده موضوع:رپوټ: آلمان غواړي د تابعيت د ورکړې شرايط آسان کړي

هغه اصلاحات چې حکومت د سوسیال دیموکراتاتو تر رهبرۍ لاندې پلان کړي دي، د مهاجرت په قوانینو کې د پراخو اصلاحاتو یوه برخه ده. او په لومړي قدم کې یي موخه آلمان ته د راتګ له پاره د مسلکي کارګرو هڅونه ده، څو د کار په بازار کې موجوده دغه تشه ډکه کړي. د آلمان تابعیت ترلاسه کولو کې آسانتیا د مهاجرت او ادغام په برخه کې یوه تشویقي جنبه ده.

آلمان اوس د بشري قوي له کمښت سره مخامخ دی
آلمان اوس د بشري قوي له کمښت سره مخامخ دیانځور: picture-alliance/dpa/J. Wolf

په قانون کې پلان شوي تغیرات

د اتباعو په قوانینو کې اصلاحات په درو تغیراتو کې خلاصه شوي دي:

۱- هغه مهاجر چې په قانوني ډول په آلمان کې ژوند کوي وروسته له پنځو کولونو څخه د آلماني تابعیت ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیک وړاندې کولی شي، په داسې حال کې چې دا موده تر اوسه پورې ۸ کاله وه.

۲- د بهرنیو اتباعو ماشومان د زیږیدو پر مهال، په هغه صورت کې چې یو له والدینو څخه یي حد اقل پنځه کاله په قانوني شکل په دوامداره توګه په آلمان کې اوسیدلی وي په اوتوماتیک ډول آلمانی تابعیت ترلاسه کوي.

۳- دوه ګونی تابعیت درلودل به مجاز وي.

د اپوزیسیون د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند چې پخوا یي هم په دوامداره توګه د اتباعو په قانون کې د هر ډول بدلون مخه نیولې ده، بې له ځنډه یي د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ پر پروګرامونو نیوکه وکړه.

د دغه ګوند مشر فریدریش ميرڅ، تیره اونۍ د آلمان ۱ تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «د آلمان تابعیت یو ډیر ارزښتي شی دی او باید ډیر په احتیاط ورسره چلند وشي.»

هغه کسان چې تر اوسه پورې په آلمان کې د دوه ګوني تابعیت درلودلو حق لري په هغو کې د اروپایي هیوادونو او سویس اتباع او همدارنګه د هغو هیوادونو اتباع شامل دي چې مبدا هیوادونو یي د تابعیت ترک کولو اجازه نه ورکوله، د مثال په توګه ایران، افغانستان او مراکش.

همدارنګه هغه ماشومان چې مور او پلار یي په ورته وخت کې د آلمان ترڅنګ د یوه بل هیواد تابعیت لري، هغه مهاجر چې په خپلو هیوادونو کې د تعقیب او زورول کیدو له خطر سره مخامخ دي او اسرائیلیان د دوه ګونې تابعیت درلودلو امکان لري.

ډېر سوریایان چې د پناه غوښتونکو په توګه آلمان ته راغلي دي او په ټولنه کې ډیر ژر مدغم شوي دي، ژر به آلمانی تابعیت ترلاسه کړي.

دغه اصلاحات به له نورو اروپايي هیوادونو سره آلمان هم همغږی کړي. په اروپايي اتحادیه کې سویډن په ۲۰۲۰م کال کې د تابعیت ورکولو تر ټولو لوړ رقم درلود. ۸،۶ سلنه د ټولو هغو بهرنیانو چې په سویډن کې اوسیدل تابعیت یي ترلاسه کړ. په آلمان کې بیا دا شمیر ۱،۱ سلنه و.

اړونده موضوع: اروپايي هيوادونه د تابعيت ورکولو شرايط څنګه تنظيموي؟

ګرتا آګوستیني، چې په المان کې ژوند کوي او د مهاجرو د حقونو په برخه کې تخصص لري دویچه ویله ته وویل: «د آلمان د تابعیت قانون له څو تابعیتونو څخه د ځان ساتلو پر اصل تکیه کوي. ټول اروپايي هیوادونه لکه ایټالیا، سویډن، ایرلنډ، فرانسه او... د دوه ګونې تابعیت اجازه ورکوي او هغوی په دې برخه کې لږ بيوروکراتیک قوانین لري.»

د آګوستینې ډیري مراجعه کوونکي هغه کسان دي چې د آلمان تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې لري. هغه وویل: «دوی د خپل مبدا هیواد تابعیت له لاسه ورکولو څخه ډډه کوي، خو غواړي آلماني تابعیت هم ترلاسه کړي.»

د آلمان فدرال ادارې د شمیرو له مخې شاوخوا ۲،۹ میلیونه کسان په آلمان کې له دوه ګونې تابعیت سره ژوند کوي چې د آلمان د ټول نفوس شاوخوا ۲،۵ سلنه برخه ده. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د ارقامو اداره وايي چې اصلي شمیرې تر دې ډېرې لوړې دي، ځکه په خبره یي ۶۹ سلنه د هغو کسانو چې په تازګۍ سره یي د آلمان تابعیت ترلاسه کړی دی، خپل اصلي پاسپورت یي هم ساتلی دی، لکه پولنډیان، روسان او ترکان د دې فهرست په سر کې قرار لري.

Infografik Ausländische Bevölkerung Deutschland EN

«د مېلمه کارګرانو د نسل له پاره ډېر په ځنډ سره اصلاحات»

هغه ډله چې د آلمان د قوانینو اغیزې یي تر نورو ډیر احساس کړي دي د ترکانو ټولنه ده چې اکثره یي په ۱۹۶۰م لسیزه کې کله چې آلمان کارګرو ته اړتیا درلوده دغه هیواد ته راغلي دي.

ډېر ترکي مېلمه کارګر آلمان ته راغلل او اوس شاوخوا ۳ میلیونه ترکي الاصله کسان په آلمان کې ژوند کوي چې ۱،۴۵ میلیونه یي اوس هم د ترکيې تابعیت لري.

په آلمان کې د ترکانو د ټولنې یو مشر آسلیهان یشیلکایا، وویل چې دغه اصلاحات د ډېرو مېلمه کارګرانو د نسل له پاره ډېر ناوخته دی، خو په خبره یي «ناوخته تر هیڅ بهتره دی».

یشیلکایا دویچه ویله ته وویل: «د مېلمه کارګرو د نسل له پاره دغه اصلاحات په دې هیواد کې د دوی ژوند کولو او کار کولو ته د احترام په معنی دی. زه فکر کوم چې د دویم او دریم نسل ډېر ترکان له دې اصلاحاتو سره ځانونه پیاوړي احساسوي، ځکه دوی تل د هویت معضله درلودله.»

نوموړي زیاته کړه: «ډېر خلک دې ته منتظر ول او شاید یي هم خپل امید له لاسه ورکړی وي. که واقعاً داسې یو څه وشي، فکر کوم د دوی ډېری به آلمانان شي.»

یشیلکایا وايي چې که چیرې اصلاحات مخکې راغلي وای، نو آلمان به یو بل ډول هیواد وای. هغه وویل: «که چیرې دا امکان موجود وای، نو ډیرو خلکو به ځانونه آلمانان معرفي کړي وای. زه ډاډه یم چې که ۲۰ یا ۳۰ کاله مخکې دا فرصت موجود وای، خلکو به له سیاسي پلوه ډېره لیوالتیا درلودله او په ټولنه کې به لا زیات فعاله وای.»

د المان د ترکانو ټولنې په دې اونۍ کې د مسیحي دیموکرات ګوند څرګندونې «نا آګاهانه او تبعیضي» بللي دي. یشیلکایا وویل: «که رښتیا ووایم اوس هم داسې تبعیضي. دا استدلالونه پر واقعیت ولاړ نه دي او زه فکر کوم چې د ټولنې له پاره ډیر خطرناک دي. دغه څرګندونې حتی زما له پاره استدلال نه دي، بلکې یوازې د ځانګړو کسانو ترمنځ احساسات تحریک کوي».

همدارنګه مارک یانګ هم فکر کوي چې خپلې تجربې ورته د هغه څه په هکله یو کوچنی تصور ورکړی دی چې د ترکي ريښې درلودونکي کسان مجبوره ول چې د لسګونو کلونو له پاره هغه وزغمي.

خو نوموړی چې اولادونه یي آلمانان دي او د دغه هیواد د پریښودو اراده نه لري، وايي چې کیدای شي د شولڅ د اصلاحاتو د تصویبیدو په صورت کې د آلماني تابعیت ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

هغه وویل: «که آلمان د څو ګوني تابعیت اجازه ورکړي، زه هم غوښتنلیک ورکوم. ما خپله مالیه ورکړې ده او یوه ورځ به متقاعد آلمانی اوسم، که فریدرش ميرڅ یي غواړي او که نه.»

نایټ بنیامین: ش.ن/ ن.ز