آلمان څومره مهاجر بيرته ايستلي دي؟
۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبهپه ۲۰۱۵م کال کې څه د پاسه یو میلیون مهاجر آلمان ته راغلي دي، چې ډیری یې د افغانستان، سوریې او عراق وګړي دي. د دوی ډېری د فقر او جګړو له امله مهاجر شوي دي. دا آلمان ته تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته تر ټولو لوړ شمېر دی.
د زاکزیشا څايتونگ ( Sächsische Zeitung) په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د چهارشنبې ورځي په ګڼه کې د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي، چې آلمان په ۲۰۱۵ کال کې له خپلو ټولو شپاړسو ایالتونو څخه ۲۰۸۸۸ مهاجر بيرته ايستلي دي. دا په داسي حال کې ده چې په ۲۰۱۴م کال کې د ډیپورت شویو مهاجرو شمېر ۱۰۸۸۴ وو.
د ورځپاڼي په خبره تر ټولو زیات مهاجر له نارت راین ویستفالين ایالت څخه بيرته ايستل شوي دي چې شمیر یې ۴۳۹۵ کسان ښوول شوی دی. همدا شان له بايرن ايالت څخه ۴۱۹۵، هیزې څخه ۲۶۵۱ او له بادین ورتیمبرګ ایالت څخه ۲۴۳۱ تنه مهاجر دیپورت شوي دي.
په خپله خوښه ستنیدل
د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۳۷۲۰۰ مهاجرو له فدرالي ایالتونو څخه د مالي مرستو تر ترلاسه کولو وروسته آلمان پریښی او په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دی.
د ورځپاڼي په حواله د دغو مهاجرو نژدې ۹۰ سلنه د شمالي بالکان هیوادنو؛ لکه: البانیا او کاسوو هیوادونو څخه راغلي ول.
مجرمان په زور ايستل
د آلمان د عدليې وزیر هایکو ماس او د کورنیو چارو وزیر توماس ديميزير غواړي داسې یو پلان جوړ کړي، چې له مخې به یې هغه بهرني وګړي په ډیري چټکۍ سره بيرته له دغه هيواده ايستل کيږي چې په جنسي او فزیکي جرمونو کې مجرم وپيژندل شي.
د المان په اوسني قانون کې د هغو بهرنيو وکړو له پاره، چې عامه شتمنیو ته زیان رسوي، د جنسي زهيرونو او له پولیسو سره د مقاومت کولو مرتکب کیږي، مشخصي سزاګاني ټاکل شوي، خو د عدليې او کورنیو چارو وزارتونه په نوي قانون کې د یادو سزاګانو پر ځای د بيرته شړلو سزا وټاکي.
دا په داسي حال کې ده، چې تیره یکشنبه د آلمان صدراعظمي انګیلا ميرکل او د ائتلاف غړو یې هوکړه وکړه، چې د الجزاير، تونس او مراکش د امن هیوادنو په کتار کې وشمېرل شي او له دغو هيوادونو څخه راغلو مهاجرو ته په آلمان کې د پناه اخیستلو د تظمین چانسونه کم کړي.