1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

آلمان: په يوه ورځ کې د کرونا څه کم شل زره نوې پېښې

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

په آلمان کې په کرونا باندي د نوو اخته کسانو رسمي شمېر خپل اوج ته رسیدلی. رابرت کوخ انستیتوت په يوه ورځ کې ۱۹ زره ۹۰۰ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي. د کرونا د ډیرو ټِستونو له امله لابراتوارونه تر سخت فشار لاندي دي.

https://p.dw.com/p/3kuI8
Coronavirus | Bayern | Teststation Kiefersfelden A93
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

ډیری وخت لابراتوارونه په دې نه سي توانیدلای چې د ټِسټونو نتایج ژرمعلوم کړي. د رابرت کوخ انستیتوت په حواله تیره اونې ۶۹ لابراتوارونو په مجوعي ډول پر ۹۸ زره ۹۳۱ ټِسټونو باندي کار وکړ. د دغه انستيتويت په حواله، تر هغه لا دوې اونۍ مخکي، ۵۲ لابراتوارونو پر ۲۰ زره ۷۹۹ ټسټونو کار کړی وو.

د رابرت کوخ انستیتوت لیکي چي د ټِسټونو د بیروبار له امله د هغو د نتایجو د معلوملو کار هم له ځنډ سره مخامخ کیږي او په دې ډول د جرمني د روغتیا په اداره کي د هغوی د نومونو ثبتیدل هم ځنډیږي. د نوموړي انستیتوت په حواله، په تیرو اونیو کې داسي خبرونه هم خپاره سول چې لابراتوارونه تر سخت فشار لاندي دي او خپلو کارونو ته نه سي رسیدلای.

په جرمني کي په تیرو دوو میاشتو کي د کرونا د مثبتو پیښو شمیر څلور برابره سوی.

نوی ریکارډ

په يوه اونۍ کې د ټِسټونو شمیر په تیرو دوو میاشتو کي څه د پاسه ۴۰۰ زرو ته رسیدلی. په دې وروستیو کې۱۹۱ لابراتوارونو په یوه اونۍ کې د شاوخوا یو اشاریه ۶ میلیونو ټسټونو د اجرا کولو څخه خبری کړي چې دا په جرمني کې یو نوی ریکارډ دی.

د ډیرو مثبتو ټِسټونو معلومول دا ښیی چي په آلمان کي په کرونا باندي د نوو اخته کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

نن، پنجشنبه (د نومبر ۵ نيټه) هم په کرونا باندي د نوو اخته کسانو شمیر خپل نوي اوج ته ورسید. د رابرت کوخ انستیتوت په خبره، د آلمان صحي ادارو د یوې ورځي په ترڅ کي ۱۹ زره ۹۹۰ نوي پیښي ثبت کړي دي.

تر دې وخته پورې تر ټولو لوړ رقم تیره شنبه ثبت سوی وو چې ۱۹ زره ۵۹ پیښي وې.

زموږ له آرشیف څخه: