1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په څلورو کلونو کې له ترکيې څخه لس زره مهاجر منلي دي

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

آلمان په تيرو څلورو کلونو کې له ترکيې څخه د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون پر اساس شاوخوا لس زره مهاجر منلي دي. دغه مطلب د يوې آلمانۍ ورځپانۍ د چهارشنبې ورځې (د جولای ۸مه) په يو رپوټ کې ويل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3ewRQ
Hannover | Minderjährige Flüchtlinge aus Griechenland gelandet
آرشيفانځور: Getty Images/A. Koerner

له برلين څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، آلمانۍ ورځپاڼې «دي ويلت» رپوټ ورکړی دی چې، آلمان د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون پر اساس، د اروپايي ټولنې د نورو غړو هيوادونو په پرتله، له ترکيې څخه ډير مهاجر منلي دي.

ورځپاڼې دغه معلومات د هغي پوښتني له جوابه راخيستی چي د آلمان په پارلمان کې د آزاد ديموکراتانو ګوند (FDP) د يوې پوښتنې په ځواب کې د کورنيو چارو وزارت ورکړي دي.

د اروپايي کميسيون د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۶م کال د اپريل له څلورمې څخه نيولې د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر ۱۶مې پورې، د مهاجرت تړون له مخې له ترکيې څخه ټول ټال ۲۶ زره او ۸۳۵ تنه مهاجر اروپا ته راوستل شوي دي.

له دغې ډلې څخه ۹ زره او ۹۶۷ تنه يې آلمان ته راوستل شوي دي. تر آلمان وروسته، فرانسه د اروپايي ټولنې دوهم هيواد دی چې له ترکيې څخه يې د مهاجرت تړون پر اساس ډير مهاجر منلي دي، خو آلمان ته د را انتقال سوو مهاجرو شمیر د فرانسې له هغې څخه څه باندې دوه برابره لوړ دی.

اوس په ترکيه کې شاوخوا ۳ اعشاريه ۶ ميليونه سوريايي مهاجر ژوند کوي. د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت تړون له مخې، ترکيې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو مخنيوی کوي.

په دغه تړون کې دا موضوع هم ذکر شوې ده چې هغه مهاجر چې له ترکيې څخه په غيرقانون توګه د يونان ټاپوګانو ته ځانونه رسوي بيرته به ترکيې ته استول کيږي. په عين وخت کې اروپايي ټولنه هم ترکيې ته د دغه ډول بيرته ګرځول شوو مهاجرو په بدل کې له ترکېې څخه سوريايي مهاجر مني.

د دي ويلت ورځپاڼې په رپوټ کې زياته شوې چې هالند ۴۵۷۱، فنلند ۱۹۶۴، سويډن ۱۹۴۰ او هسپانيا ۷۶۶ تنه مهاجر اخیستي دي. اتريش، کرواسيا، ايټالیا، ليتوانيا، لوګسامبورګ او پرتګال بيا هغه هيوادونو دي چې د مهاجرت تړون پر اساس يې له ترکيې څخه د درو عددونو په محدوده کې مهاجر منلي دي.

قبرس، د چک جمهوريت، يونان، هنګري، ايرلند، پولند، رومانيا او سلواکيا بيا د اروپايي ټولنې هغه غړي هيوادونه دي چې د مهاجرت تړون پر اساس يې له ترکېې څخه هيڅ مهاجر نه دي اخيستي.

دي ويلت ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د يوه وياند له قوله ليکلي دی: «د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د شوي تړون پر اساس هر غړی هيواد د [ مهاجرو] د منلو په برخه کې په خپله تصميم نيسي.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: