1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان: پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر یو وار بیا لوړ شوی

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

د آلمان روغتیایي ادارو په یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو ۳۰۵ نوي پيښې ثبت کړي دي. په دغه هیواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر تر دوه نیم سوه زرو لوړ او تر اوسه پورې ۹۱۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3fvwp
Deutschland Symbolbild Maskenpflicht BVG Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

په آلمان کې د عفوني ناروغیو د کنترول انیستیتوت (روبرت کوخ) د یکشنبې په ورځ د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي چې تر اوسه پورې په آلمان کې ۹۱۱۸ تنو د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو د دې ناروغۍ له امله تر دې د یوې ورځې مخکې راهیسې د کوم کس د مړه کیدو پيښه نه ده ثبت شوې.

د رابرت کوخ انیستیتوت په حواله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د سرایت د کچې ضریب تر یو عدد پورې لوړ (يعنې د شنبې په ورځ ۱،۲۵ او تر هغې یو ورځ مخکې ۱،۰۸) شوی دی. یا په بل عبارت هر یوه مبتلا کس په اوسط ډول تر یوه کس زیات اخته کړي دي.

آیا د کاغذي نوټونو او سِکو په وسیله د ویروس د انتقال خطر موجود دی؟
د آلمان د مرکزي بانک مشر ینس وایدمن، خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې د نقدو پيسو د معاملاتو په وسیله د کرونا پر ویروس د اخته کیدو په اړه د پام وړ خطر شتون نه لري. نوموړي د یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۲۶ نیټه) د فونکه «رسنیزې ډلې» سره په خبرو کې وویل: «مونږ د نقدو پيسو په وسیله د معاملاتو بندول اړین نه بولو.»

وایدمن زیاته کړه چې د نورو شیانو په پرتله د بانک نوټونو او سکو په وسیله د کرونا ویروس د انتقال خطر زیات نه دی، نو له همدې امله باید د کرونا پر وړاندې روغتیایي سپارښتنې مراعات شي: «سربیره پر دې داسې اطلاع نه لرو چې یو کس دې د بانک نوټونو په وسیله پر کرونا ویروس اخته شوی وي.»

چین د کرونا وبا په پیل کې له بانک نوټونو څخه استفاده بنده کړه، څو پر ویروس د ککړو شویو پيسو په وسیله د لا زیات کسانو د اخته کیدو مخه ونیول شي.
آژانسونه: ش.ن/ ن. ص