1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پرو ازول د ويزو په ورکولو کې چټکتيا غواړي

۱۴۰۰ دی ۵, یکشنبه

د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازول د آلمان د نوي ائتلافي حکومت پرېکړه وستايله چې غواړي د کورنیو یو ځای والی یا الحاق آسانه کړي. دغه سازمان د ويزې ورکولو پر چټکولو هم ټينګار کوي.

https://p.dw.com/p/44qEt
Symbolbild: Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د پرو ازول اجرائيوي مشر، ګوينتر بورکهارد، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې «د عصري مخابراتي وسايلو په مرسته د ويزې د پروسو چټکول يوه بېړنۍ اړتيا ده.»

د آلمان سوسيال دموکرات، زرغون او ليبرال دموکرات ګوندونو په خپل نوي ائتلافي تړون کې له بهر څخه د تښتېدلو کسانو له پاره د کورنۍ د الحاق په برخه کې آسانتياوې راوستې دي. له دې لارې به د دويمې درجې يا فرعي حفاظت لرونکي، چې ډېری وخت د سوريې د کورنۍ جګړې څخه راغلي کډوال دي، د کورنۍ په الحاق کې له هغو خلکو سره برابر حقوقي مقام ولري چې د ژنيف د کډوالو کانوينسيون له مخې د کډوالو په صفت حفاظت ولري. شرط ورته البته د هغوی په اصلي هېوادونو کې د دولتي يا غير دولتي لوبغاړو له خوا تعقيب دی. 

د دويمې درجې يا فرعي حفاظت لرونکو له پاره د دې امکانات چې خپلوان له خارج څخه آلمان ته راولي، د يو څه مودې له پاره بشپړ ځنډول شوي ول. د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د مسيحي دموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال دموکرات ګوندونو د ائتلاف له خوا يوې مقررې د مياشتې د حد اکثر زرو تنو حد ورته ټاکلی وو. دغه حد اوس له منځه وړل کيږي.

د پرو ازول اجرائيوي مشر، بورکهارد، د هغو پلانونو له کبله هم خوشالي ښکاره کړه چې د والدينو سره کم سنه خويندې ورونه هم د بې سرپرسته کم سنو مهاجرو له پاره آلمان ته راپرېښودل کيږي. د مېړونو او مېرمنو له پاره به په راتلونکي کې کافي وي چې د آلماني ژبې د ويلو وړتيا آلمان ته تر راتګ وروسته تثبيته کړي.    

بورکهارد ټينګار وکړ چې د دغو ګامونو له پاره هر څومره ژر په قوانينو کې تعديل ته اړتيا ده. د ويزو ورکړه البته د هغه په خبره سمدلاسه په اداري بهيرونو کې د تغييراتو له لارې چټکه کېدای شي. هغه شکايت وکړ چې «د فاميلي الحاق په موخه د ويزو د عريضو پروسس د کډوالو او د دويمې درجې حفاظت لرونکو په برخه کې ډېرې مياشتې او کله ډېر کلونه وخت هم نيسي.»

د هغه په خبره »د ويزې په بهيرونو کې چټکتيا بايد دا هدف ولري چې په راتلونکي کې حد اکثر تر عريضې درې مياشتې وروسته ويزې ووېشل هم شي.« پرو ازول دا هم وغوښتل چې د آلمان په خارجي نمايندګيو کې بايد د ويزو د پروسس پرسونل زيات کړل شي. له بلې خوا بايد په خپلو اصلي هېوادونو کې تر تعقيب لاندې کسانو څخه ونه غوښتل شي چې د هغه ځای په ادارو کې بايد د اسنادو د تر لاسه کولو هڅه وکړي، ځکه چې دا ورته خطر پېښولی شي.

دا هم په داسې حال کې ده چې د مهاجرو دغه ملاتړ سازمان او ګڼ شمیر نورو سازمانونو تر دې وړاندې له افغانستانه د آلمان د محلي همکارانو د را ایستلو په برخه پر دغه هیواد د کم کارۍ تور پورې کړی او د پروسې د چټکلو غوښتنه یې کړه.