1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له یمن سره کابو ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

لوږه، ناروغۍ او کورنۍ جګړه: په یمن کې بشري وضعیت ډیر سخت خراب دی. ملګري ملتونه او سعودي عربستان د بسپنو راټولو یو کنفرانس رابللی. سعودي عربستان په خپله هم د یمن په جګړه کې ښکیل دی.

https://p.dw.com/p/3dBYM
Jemen Darwan Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/AA/M. Hamoud

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د یمن له خلکو سره د پيوستون له پاره غږ کړی دی. هغه د بسپنو ورکوونکو هیوادونو په نړیوال کنفرانس کې چې په مجازي بڼه ترسره کیده وویل: «موږ باید هیڅ وخت له لاسه ورنه کړو.» د هغه په خبره بشري وضعیت ډیر سخت خراب دی. د دغه عربي هیواد له ۳۰ میلیونه اوسیدونکو څخه یې ۸۰ سلنه مرستو ته اړتیا لري.

له وخت سره سیالي

ملګري ملتونه د راتلونکو اوو میاشتو له پاره له دغه هیواد سره د مرستو له پاره ۲،۴ میلیارده امریکایي ډالرو ته اړتیا لري. د بسپنو راټولو په دغه نړیوال کنفرانس کې کابو د دغه پیسو د نیمایي برخې ژمنه شوه. د مالي مرستو د کمښت له کبله د ملګرو ملتونو د مرستو مهمې چارې د دریدو له خطر سره مخامخ دي.

ګوتیریش په انتقادي ډول وویل: «موږ ترمخه له یمن سره هیڅکله د مرستو له پاره دومره کمې پیسې نه دي لرلي، لکه په اوسني وخت کې.» د هغه په خبره یوازې په روان میلادي کال کې ۱۱۰ زره انسانان په کولرا ناروغۍ اخته شوي، پر دې سربیره ملاریا او د ډینګي تبه نورې ناروغۍ دي. د کرونا ویروس له کبله وضعیت نور هم خراب شوی دی.

آلمان غواړي په ټوله کې کابو ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته وکړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۱۲۵ میلیونه یورو به په روان میلادي کال کې د بشري مرستو له پاره ورکړي. پر دې سربیره به د آلمان د پراختیایي چارو وزات ۷۰ میلیونه یورو د مرستو د نورو ملاتړو اقداماتو له پاره په اختیار کې ورکړي.

Jemen | Corona Händehygiene in Slums
انځور: UNICEF/UNI324949

په کومو برخو کې مرستې کیږي

مرستې د خوراکي، روغتیایي برخې او همداشان د څښاک د پاکو اوبو کانالیزسیون په برخه کې کیږي. د آلمان د پراختیایي چارو وزارت یوه ویاند پر دې سربیره د کرونا ویروس پر وړاندې عاجل اقدامات لکه د ښوونځیو له پاره د خوړو او همداشان د ویجاړو شوو روغتونو بیا رغاول هم یاد کړي دي.

دغه نړیوال کنفرانس ملګرو ملتونه په ګډه له سعودي عربستان سره رابللی وو. سعودي عربستان له ۲۰۱۵م کال راهیسې د یوه پوځي ائتلاف مشري کوي چې د یمن د حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. حوثي یاغیان بیا د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د یمن ډیره برخه ترخپل کنترول لاندې لري.

سعودي عربستان چې له متحده عربي اماراتو او قطر سره د سترو بسپنه ورکوونکو هیوادونو په ډله کې دي د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو د ورکولو اعلان کړی. په دغه کنفرانس کې باید تر ۱۳۰ حکومتونو استازو ګډون کړی وای. په تیر میلادي کال کې په ژنیو کې دغه ډول یوه کنفرانس کې د ۲،۶ میلیارده ډالرو مرستي راټولي شوي وې.

مرستو ته چمتووالی کم شوی

دا چې هیوادونه پر اقتصاد او روغتیایي سیستم باندې د کرونا ویروس د اغیز له کبله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نو له دې کبله سږکال مرستو ته د چمتووالي کچه هم ټیټه ده.

 

په رسمي توګه په دغه هیواد کې تر اوسه په کرونا ویروس د ۳۵۰ کسانو د اخته کیدو او د ۸۰ کسانو د مړیني خبر ورکړل شوی. ویل کیږي چې دغه ارقام ځکه لږ دي چې ډیر کم کسان معاینه کیږي او حوثي یاغیانو د دغه هیواد په شمال کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په هکله هیڅ شمیرې نه دي خپرې کړي. د ګوتیریش په خبره داسې نخښې نښانې شته چې په یمن کې د کرونا له کبله د مړینې کچه به د نړۍ په سطحه ډیره لوړه وي.

uh/gri (dpa, afp, epd)

زموږ له آرشیف څخه: