1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: له طالبانو سره د محلي کارکوونکو پر اخراج خبرې کوو

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

د آلمان حکومت د بهرنيو چارو د سرپرست وزير، هايکو ماس په خبره له طالبانو سره آلمان ته د زرګونو افغانانو د اخراج په سر خبرو ته دوام ورکوي. دغه خبره نوموړي له آلماني ورځپاڼو سره په مرکه کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/42x4l
USA New York | 76. Generaldebatte der UN-Vollversammlung | Heiko Maas
انځور: Felix Zahn/photothek/picture alliance

د راينيشه پوست او ګېنرال آنڅايګر ورځپاڼو د راپورونو په حواله آلمان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي. د بهرنيو چارو د سرپرست وزير هايکو ماس په خبره »موږ له دې کبله هم د طالبانو سره خبرې کوو ځکه چې په زرونو افغانان چې آلمان ته د سفر اجازه لري، دې ته انتظار وباسي چې له دغه هېواد څخه ووځي.« د کابل د سقوط او د هوايي تخليې د پای راهيسې د آلمان حکومت د پاکستان له حکومت سره په همکارۍ څه باندې ۲۰۰۰ محلي کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان د ځمکې د لارې پاکستان او له هغه ځايه جرمني ته رسولي دي.

Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet
آلمان تر اوسه په زرونو افغانان راوښکليانځور: Wakil Kohsar/AFP

ماس د جولای مياشتې په پای کې ازبکستان، تاجکستان او پاکستان ته تللی و څو د دغو دريو هېوادونو له حکومتونو څخه د هغو افغانانو له پاره د سرحدونو پرانيستل وغواړي چې آلمان ورسره ژمنه کړې ده. خو تر پولې اوښتل تر اوسه پورې هم په آسانۍ امکان نه لري. ماس وويل چې »هغه له هر چا سره صحيح امکان نه لري. په ازبکستان او تاجکستان کې دا کار ډېر سخت دی.« د آلمان د بهرنيو چارو د سرپرست وزير په خبره له ملکي الوتکو سره له افغانستان څخه د خلکو اخراج هم بېرته پيل شوی دی څو دغه بهير پسې چټک شي.