1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له اسرائیل سره د اردن د لویدیځې غاړې د الحاق مخالف دی

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

د آلمان ائتلافي حکومت له اسرائیلو سره د اردن رود د لویدیځې غاړې د یوځای کولو پر وړاندې د یوه پریکړه لیک مسوده چمتو کړې ده. زرغون ګوند له دې سند سره موافق نه دی او پارلمان ته یو جلا پریکړه لیک وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/3eRu6
Deutscher Bundestag Plenum Sitzung in Berlin
انځور: picture-alliance/Flashpic/J. Krick

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ د هغه پریکړه لیک مسوده د آلمان پارلمان (بونډسټاک) ته د رای ګیرۍ له پاره وړاندې شي چې د دغه هیواد مسیحي دیموکرات او سوسیال دیموکرات اتحادي ګوندونو جوړه کړې ده.

د آلمان خبري اژانس په حواله په دې مسوده کې راغلي دي چې له اسرائیل سره د اردن رود د لویدیځې غاړې د فلسطيني سیمو الحاق او په دې سیمه کې د یهودي ښارګوټو پراخوال د«بین المللي قوانينو خلاف» عمل دی.

د آلمان حکومت په دې مسوده کې د اسرائیلو له حکومت څخه غوښتي دي چې په خپل تصمیم کې دې تجدید نظر وکړي، ځکه داسې یو اقدام به د منځني ختیځ او سیمې د سولې بهیر او ثبات له پاره ناوړه پایلې ولري.

تمه کیږي چې د اسرائیلو حکومت به د جولای میاشتې په لومړۍ نیټه له دغه هیواد سره د اردن رود د لویدیځې غاړې د شاوخوا ۳۰ سلنه برخې د یوځای کولو د طرحې لومړی عملي ګام پورته کړي.

دغه طرحه د «پیړۍ معاله» په نامه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د طرحې پر بنسټ چمتو شوې ده.

USA Israel Donald Trump und Ministerpräsident Benjamin Netanjahu
د ترمپ د طرحې په اساس د نورو ترڅنگ، بيت المقدس به پرته له دې چي پر دوو برخو وويشل سي، د اسرائيلو د پايتخت په توگه پاته وي. انځور: picture-alliance/Consolidated News Photos/CNP/J. Lott

بی له جزايي اقداماتو پریکړه لیک

د آلمان ائتلافي ګوندونه د اسرائیلو حکومت پر وړاندې د هر ډول جزايي اقداماتو مخالف دی.

د پریکړه لیک په مسوده کې راغلي دي چې د آلمان حکومت باید په اروپایي اتحادیه کې خپل متحدین په دې قانع کړي چې د یو اړخیزو بندیزونو او یا د اسرائیل د مجازات کولو په اړه ګواښونه به، د فلسطين او اسرائیل ترمنځ د سولې پر بهیر او تفاهم هیڅ ډول مثبت تاثیر ونه کړي.

آلمان د جولای پر لومړۍ نیټه د اروپایي اتحادیي د شورا او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړي اخلي. له همدې امله آلمان به له اسرائیلو سره د اشغالي سیمو د رسمي الحاق په اړه د بین المللي غبرګونونو په برخه کې مهم رول ولري.

زرغون ګوند د حکومت د پریکړه لیک له مسودې سره موافقه نه ده کړې او ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ به یو جلا پریکړه لیک پارلمان ته وړاندې کړي. دا چې زرغون ګوند دغه حکومتي مسوده ولې رد کړې، یو علت یي دا دی چې دوی د اسرائیلو ترڅنګ د یوه فلسطيني هیواد د رامنځته کیدو پر حل لارې تمرکز کړی دی.

زرغون ګوند ټینګار کوي چې باید دې ټکي ته اشاره وشي چې فلسطينیان د ۱۹۶۷ مو کلونو د سرحدي پولو په اساس د یوه هیواد غوښتونکي دي.

په دې کال په شپږ ورځنې جګړه کې اسرائیلي پوځ د ختیځ بیت المقدس (اورشلیم) او اردن رود لویدیځې غاړې تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

د زرغون ګوند د بهرنی سیاست د چارو کارپوه امید نوري پور، وویل: د تاسف ځای دی چې د آلمان د حکومت د پریکړه لیک په مسوده کې د یوه فلسطيني هیواد سرحدونو ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

دویچه ویله: ش.ن/ م. ق. ن