1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان لا هم مسلکي کارګرو ته اړتیا لري

۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبه

تیر کال په آلمان کې مسلکي کاري قوې ته اړتیا ډیره زیاته شوې ده. دا خبره د یوې تازه ترسره شوې سروې له ارقامو څخه معلومه شوې ده.

https://p.dw.com/p/46all
Deutschland Berufsorientierungs- und Ausbildungsbörse (iBOB) in Cottbus
انځور: Imago/Rainer Weisflog

په ۲۰۲۱م کال کې په آلمان کې مسلکي کارګرو یا مسلکي کاري قوې ته اړتیا تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله له دوه برابره څخه هم زیاته شوې ده. د یوې تازه ترسره شوې څیړنې له مخې د داسې تش پاتې شوو دندو یا کارځایونو شمیر په ۲۰۲۰م کال کې ۲۱۳ زره وو چې مسلکي کارمندان ورته نه پيدا کیدل، څو استخدام شوي وای. د شمیرو له مخې خو د تیر کال په دسمبر میاشت کې بیا دغه شمیر ۴۶۵ زرو ته لوړ شوی وو.

دغه شمیرې یوه شخصي آلماني اقتصادي انستیتوت (آی ډبلیو) د مسلکي کارګرو د یوې پروژې په ترڅ کې راټولې کړې وې. آی ډبلیو په نامه Think Tank)) تهنک ټینک د کارګرو د اقتصادي پالسیو او تګلارو ملاتړ کوي.

د دې څیړنې له مخې د مسلکي کارګرو کمښت په بشپړ ډول د کار بازار اغیزمن کړی دی. تر ټولو ډیره اړتیا د ساختماني پروژو، د پالنې ځایونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او فیزو تراپۍ په برخو کې موجوده ده.

له دې څیړنې څخه معلومه شوې ده چې په ۲۰۲۱م کال کې په یادو برخو کې په اوسط ډول له هرو لسو څخه اته دندې له دې کبله خالي پاتې شوې وې، ځکه په بی روزګاره کسانو کې د دغو دندو له پاره مناسب مسلکي او قابلیت لروونکي کسان موجود نه وو.

د دې څیړنې په اساس په عمومي شکل د موجوده کارځایونو او وظیفو په مقابل کې د اړتیا وړ مسلکي کاري قوي تر ټولو ډیر کمښت د روغتیا او ټولنیزو خدماتو په څانګو کې موجود دی، تر دې وروسته د ساختماني صنعت، انجینرۍ، سروې کولو، او د مسلکي خدماتو د انجینرۍ برخې دي.

تیر کال په آلمان کې طبیعي علومو، جغرافیې »جیوګرافي« او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د وظیفو له پاره اړین قابلیت لرونکو کسانو په کمښت کې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د ژبو، ادبیاتو، انساني علومو، ټولنې، اقتصاد، هنر، کلتور او ډیزاین په برخو کې چې مخکې په کومه اندازه اړتیا موجوده وه، تیر کال په کې یو څه بهتروالی رامنځته شوی وو. 

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح