آلمان ـ د کارنيوال پر ګډونوالو موټر ورځغلول سوی
۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبهاعلان
د هېسن ايالت په شمال کي د »روزن مونټاګ« يا کارنيوال په لمانځنو کي پر ګډون کوونکو موټر ورځغلول سوی او لږ تر لږه ۱۵ کسان يې ژوبل کړي دي. په ژوبل سوو کسانو کي ماشومان هم شامل دي. پوليسو د موټر چلونکی نيولی دی.
د عيني شاهدانو د وينا له مخي دغه موټر تر ديرش مترو پوري د انسانانو په هجوم کي تر هغه وخته روان وو، تر څو چي ودريدی. ويل سوي چي موټر چلوونکی کس لا موټر ته اکسلېټر ورکاوه چي موټر لا تېز کړي.
دا چي ايا دغه يوه حادثه او که بريد وو لا تر اوسه (د فبروۍ ۲۴مه نېټه، د مازيګر څلور بجې) نه ده څرګنده. د پيښي ځای ته مرستندويان رسېدلي او په زيات شمېر پوليس هم حضور لري.
dpa/AWA/SR