1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستانه د ځينو افغانانو د راايستلو بهیر چټکوي

۱۴۰۰ دی ۳, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې آنا لېنا بیربوک، ویلي دي چې په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ داسې کسان لا پاته دي چې آلمان یې د منلو هوډ څرګند کړی دی. د هغې په خبره «هغوی نه دي هیر کړل شوي». آلمان غواړي چې دغه پروسه ګړندۍ کړي.

https://p.dw.com/p/44nlm
Deutschland Berlin | Annalena Baerbock, Außenministerin zu Afghanistan
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو له لوري له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو رپوټونو ته په کتو سره، د آلمان د بهرنیو چارو وزیري آنا لېنا بیربوک ویلي دي چې غواړي په ځانګړې توګه له افغانستانه د آسیب پذیره خلکو د راایستلو هڅې ګړندۍ کړي. بیربوک د پنجشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې اوس هم شا او خوا ۱۵۰۰۰ کسان چې آلمان یې د منلو هوډ څرګند کړی په افغانستان کې دي.

د هغې په خبره په هدفمنه توګه د دغو کسانو سفر ممکنول، د آلمان د حکومت په لومړیتوبونو کې راځي. 

بیربوک د نوو لارو د موندلو په لټه کې ده

د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې په خبره په افغانستان کې هره ورځ چې تيريږي په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له پاره مهمه ده.

بیربوک زیاته کړې چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له پاره د «عمل پلان» وړاندې کړی چې پر نورو سربیره پکې د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو سره نزدې همکاري په پام کې نیول شوې ده، څو په دې ترتیب د هغو کسانو چې خوندیتوب ته اړتیا لري له افغانستانه د رایستلو بهیر ګړندی کړای شي.

هغې د ویزې د اجرا په برخه کې د ځینو بیوروکراتیکو خنډونو د له منځه وړلو یادونه کړې. د بیربوک په خبره د کورنیو د الحاق چاره هم باید آسانه کړی شي.

Afghanistan | Welternährungsprogramm der UN in Kandahar
انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

پر دې سربیره بیربوک د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د نوو مذاکراتو د هڅې خبر ورکړ، څو د سفر کولو نورې لاري رامنځ ته شي. آلمان تر اوسه له افغانستان څخه د افرادو د راايستلو ماموریت په ترڅ کې هغه کسان چې خوندیتوب ته اړتیا لري د قطر او پاکستان له لارې راایستل.

۱۳۵ آلمانان لا هم په افغانستان کې دي

د اګست میاشتې په نیمایي کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د آلمان د حکومت په مرسته ۱۰۰۰۰ کسان له دغه هیواده راایستل شوي دي چې په دغه ډله کې ۵۳۰۰ کسان د پوځي تخليې ماموریت په ترڅ کې راایستل شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۱۳۵ آلمانان اوس هم په افغانستان کې دي. زیاته شوې ده چې هغوی «د انفرادي شرایطو له کبله هم» لا تر اوسه سفر نه دی کړی.

د بیربوک د معلوماتو له مخې د بشري مرستو له پاره ۶۰۰ میلیونه یورو ځانګړي شوي دي. د هغې په خبره اوس باید یوازې دا خبره یقني کړای شي چې دغه پېسې د طالبانو لاسونو ته نه لویږي، بلکې د یخنۍ او لوږې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ولګول شي، نو له دې کبله به د ملګرو ملتونو او غیر دولتي سازمانونو سره په دې برخه کې همکاري وشي. زیاته شوې ده چې په راتلونکي کال کې به هم له افغانانو سره بشري مرستې ادامه ومومي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب