1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: سختې ګرمۍ د څښاک د توکو تقاضا لوړه کړې

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

په آلمان کې دا مهال سخته ګرمي ده چې تودوخه ښايي تر ۳۶ سېنتي ګرېد درجو پورې ورسيږي. د څښاک د توکو سوداګر د ډېرو مشتريانو د ورماتېدو انتظار لري.

https://p.dw.com/p/3Kvk2
Kind trinkt soft drink
انځور: Imago/UIG

د دې له پاره چې د څښاک د توکو پلورنځي په کافي توګه مشروبات عرضه کړای شي، اوسمهال د نورو ورځو په نسبت لا زياتو لاريو او اکمالاتو ته اړتيا ده. کونتر ګودر چې د آلمان د څښاک د توکو د عمده فروشۍ د فدرالي اتحاديې عامل مدير دی، وايي چې «د توليدونکو له خوا د بوتلونو ډکول په چټکۍ سره روان دي. زموږ خلک اضافه کاريو ته چمتووالی نيسي.» د هغه په خبره د تودوخې او سختې ګرمۍ په ورځو په آلمان کې د مشروباتو پېر او پلور «څو برابره» ډېريږي. د تجربې له مخې د عادي ورځو په نسبت ۱۴۰ تر ۱۸۰ سلنه زيات مشروبات خرڅيږي. د هغه په خبره «ښه خبر دا دی چې هيڅوک به په آلمان کې جل نه وهي»، خو د پلورنځيو له پاره سخته ده چې د موادو د ترانسپورت له پاره کافي پرسونل پيدا کړي. 

Symbolbild kühles Getränk mit Zitrone
د دوبي يا اوړي په ګرمۍ کې بايد په کافي توګه غير الکولي مشروبات وڅښل شي، لکه يخ خوږ چایانځور: Elenathewise/Fotolia

په دوبي کې کوم مشروبات زيات محبوبيت لري؟

د دوبي په ورځو کې په تېره مينرالي اوبه ډېرې څښل کيږي. کله چې تودوخه له ۲۵ درجو څخه واوړي، نو په دغسې اوبو پسې تقاضا هم ورسره ډېريږي. د ګرمۍ په وخت کې د څښاک د توکو د پېر او پلور کچه بيا د غير الکولي مشروباتو او د غير الکولي بيرو په برخه کې هم خورا لوړيږي. په آلمان کې راروانې اوونۍ خورا تودې او تودوخه ډېره لوړه اټکل شوې ده. په تېره د آلمان په سويل او سويل لويديځ کې د آلمان د هواپېژندنې ادارې په حواله د سه شنبې ورځې وروسته هوا تر ۳۸ او ۳۹ درجو پورې توديږي.   

dpa/ns/gp