1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

یو وار بیا په آلمان کې د کرونا پيښي د رکاډ کچې ته رسیدلي

۱۴۰۰ آبان ۲۸, جمعه

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په آلمان کې د کرونا ویروس ۳۵ زره نوي پيښي ثبت شوي او ۲۰۱ انسانان ترې مړه شوي دي. دا شمیر په آلمان کې د کرونا ویروس د وبا له پیلیدو راهیسې تر اوسه پورې تر ټولو لوړ رقم دی.

https://p.dw.com/p/43Ebf
Coronavirus - Club-Pilotprojekt in Berlin
انځور: Sean Gallup/Getty Images

په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته کیدونکو کسانو شمیر په بې سارې توګه مخ پر زیاتیدو دی. د هغو شمیرو له مخکې چې د جمعې ورځې په سهار د آلمان د رابرت کُخ انیستیتوت له خوا خپاره شوي دي، په هرو سلو زرو کسانو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شاخص ۳۴۰،۷ تنو ته لوړ شوی دی. دغه رقم تیره اونۍ ۲۳۲،۱ و.

د جمعې ورځې په سهار یعنې د نوامبر میاشتې پر ۱۹ نېټه په آلمان کې د کرونا ویروس ۳۵ زره نوي پيښې تثبیت شوي دي. خو د آلماني چارواکو په حواله کیدای شي واقعي شمیر تر دې ډیر زیات وي. یوه اونۍ مخکې دغه رقم ۴۸۶۴۰ و.

روغتونونو ته د مراجعه کوونکو شمیر هم په پرله پسې ډول مخ پر زیاتیدو دی او حتی په ځينو مواردو کې د ناروغانو د شمیر زیاتوالي له امله یې د معایناتو وخت هم ځنډول کیږي. د هغو مریضانو شمیر هم ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دی چې باید د مصنوعي دستګاه په وسیله تنفس وکړي.

د هغو اطلاعاتو له مخې چې د جمعې ورځې په سهار خپاره شوي دي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول آلمان کې د کرونا ویروس له امله د ۲۰۱ کسانو د مړينې پيښې ثبت شوي دي. یوه اونۍ مخکې په همدې ورځ د مړینو شمیر ۱۹۱ وو.

د کرونا وبا د خپریدو له پیل څخه په آلمان کې په دغه ویروس د اخته شوو کسانو مجموعي شمیر پنځه میلیونه ۲۴۸۲۹۱ کسانو ته رسیدلی او په مجموع کې تر اوسه پورې ۹۸۷۳۹ کسان د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د آلمان نوي کرونایي قوانین

په آلمان کې د کرونا د بېړني وضعیت په اړه قوانین به د نوامبر میاشتې پر ۲۵ نېټه پای ته ورسیږي. په بدل کې که به یې یو لړ نوي اقدامات عملي شي. له حقوقي پلوه د پخواني قانون په پرتله وروسته له دې ایالتونه نه شي کولی په یوازیتوب سره د ښوونځیو، د کارځایونو، رستورانتونو او سپورتي کلپونو د بندولو امر ورکړي.

د نوي قانون له مخې به د کار په ځای کې او د عامه نقلیه وسایلو د تګ راتګ په ځای کې به د G3 قاعده (رغیدلي، واکسین شوي او تسټ شوي) عملي کیږي.

د زړو د پالنې او روغتیايي مرکزونو کارکوونکي باید هره ورځ د کرونا ټسټ وکړي. ایالتي حکومتونه کولی شي چې په عمومي او خصوصي ځایونو کې د تماس محدودولو امر صادر کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز