1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کرونا د تدابيرو نقض کوونکي سخت جريمه کړي

۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبه

د آلمان ځينو سترو ښارونو له هغو کسانو څخه چې د کرونا له مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې ده، کابو درې میلیونه نغدي جريمې راټولي کړې دي. مونشن او هامبورګ ښارونو چې له کرونا سخت اغيزمن شوي، د دې مبلغ زياته برخه پکې ټوله کړې ده.

https://p.dw.com/p/3jZB1
Symbolbild Bußgeld
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture-alliance

د يوې نظر پوښتنې په حواله چې د «ويلت ام زونتاګ» ورځپاڼې له خوا شوې وه، د آلمان اووه ستر ښارونه له اپريل مياشتې راهيسې د کرونا له تدابيرو څخه سرغړونکو کسانو ته ۳۵ زره د جريمې ياداښتونه ليږلي دي.

ورځپاڼې ليکلي دي چې دې ښارونو د کرونا د تدابیرو د نقض کوونکو څخه درې میليونه يورو ترلاسه کړي دي.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې مونشن ښار د کرونا د مقرراتو د نقضولو له امله ۹۱۰۰ جريمې صادرې کړې وې او په ټوله کې یې ۱،۲ ميليونه يورو راټولې کړي دي. مونش چې د بايران ایالت مرکز دی، کرونا سخت اغیزمن کړی او د کرونا ۱۱۸۰۰ مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. په دې ښار کې د کرونا له کبله ۲۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هامبورګ دويم ښار دی چې د کرونا له کبله ډېر اغیزمن دی او تر مونشن وروسته په همدې ښار کې د جريمې ډېرې پېسې راټولې شوي دي چې ۹۹۸۰۰۰ يورو دي.

د ورځپاڼې د رپوټ په حواله فرانکفورت ښار بيا ۳۱۰۰ د جريمې اخطارونه ليږلي دي او ۱۲۰ زره يورو یې په لاس راوړي دي، په داسې حال کې چې په دوسلدورف ښار کې بيا د کرونا د تدابيرو څخه د سرغړونې ۱۲۰۰ موارد ثبت شوي او ۱۱۲ زره نغدي جريمه راټوله شوې ده.

په برلين کې چېرې چې ناحيې په جلا ډول د کرونا د مقرراتو د کنترول مسئوليت لري، لږ تر لږه ۴۴۰۰ د نغدي جريمې ياداښتونه صادر شوي ول چې په ترڅ کې یې په ټولیزه توګه ۱۲۰ زره يورو ترلاسه شوي دي.

ورځپاڼې ليکلي دي چې د برلين ټولو ناحيو د جريمې د ياداښتونو تازه شميرې په لاس کې نه لرلې. ورځپاڼې دا هم ليکلي دي چې د کرونا د مخنيوي د تدابيرو د نقضولو له امله صادر شوي ټول ياداښتونه د جريمې د ادا کولو باعث شوي نه دي.

AFP/Reuter)B.S/N.Z)