1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې روانې مظاهرې «ممکن پر اعتراضي خوځښت» واوړي

۱۴۰۲ بهمن ۱۵, یکشنبه

یو څيړونکی وايي په آلمان کې د ښي اړخي افراطیانو او د آلمان له پاره بديل ګوند (AFD) پر ضد وروستۍ مظاهرې ښايي پر یو اعتراضي خوځښت بدلې شي. آلمان په وروستیو اوونيو کې د دا ډول سترو مظاهرو شاهد پاتې شوی دی.

https://p.dw.com/p/4c1op
Deutschland | Demonstration gegen Rechtsextremismus in Berlin
انځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

دغه مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې په آلمان کې ښي اړخي افراطیان د «بیامهاجرت» یا د ډېرو مهاجرو د اخراج پر موضوع د بحث له پاره سره راټول شول. په دغه غونډه کې د اې اف ډې ګوند پارلماني غړو تر څنګ، د مسیحي دموکراټانو اپوزیسیون او د ښي اړخې ډلې، ویرټه اونین، ګډون درلود.

صدیق وايي دی حیران شو چې د بیامهاجرت موضوع د راپورته کېدو یوازې څو ورځې وروسته په ټول آلمان کې پراخې مظاهرې وشوې.

طارق صدیق د آلمان په ماربورګ ښار کې د فلیپس پوهنتون د شخړو د تحقیقاتو په مرکز کې د ټولنیزو خوځښتونو کارپوه دی.

د آلمان په ماربورګ ښار کې د فلیپس پوهنتون
د آلمان په ماربورګ ښار کې د فلیپس پوهنتونانځور: imago/imagebroker

په وينا يې دغه اعتراضونه کېدای شي د مهاجرو د ملاتړ د ۱۹۹۰م کلونو مظاهرو په څېر وګرځي کوم چې یو اوږدمهاله اغېز ېې پرېښود. هغه وايي چې اوسنۍ مظاهرې کولای شي خلک لا ډېر په سیاست پوه او دیموکراسۍ ته وده ورکړي.

آلمان کې د شنبې په ورځ هم مظاهرې وشوې چې د آلمان خبري آژانس په حواله پکې لږ تر لږه ۲۰۰زره کسانو ګډون درولود. د سخت دريځو افراطیانو پر ضد دغه مظاهرې د آلمان په پایتخت برلین، فرايبورګ او ځینې نورو ښارونو کې وشوې.

صدیق وايي په داسې حال کې چې روانې مظاهرې لا تر اوسه مشخص هدف نه لري، خو مظاهره کوونکي له اوسه د یوې بريا ادعا کولی شي: هغوی د ښي اړخ پر ضد خپل علامت سره په خلکو کې د «بدلون یو یقیني روایت» رامنځ ته کړ چې په هغه کې اوس خلک پر محتوا نه بلکې په «اې اف دې کې د سخت دريځه افراطیت» په هکله تمرکز کوي.

mks/aa/(dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل