1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د آلمان د هامبورګ ښار هوايي ډګر ولې وتړل شو؟

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

د تېرې شپې راهيسې د هامبورګ هوايي ډګر د يوې يرغمل نيونې له کبله تړل شوی. د آلمان د پوليسو يوه وياند ويلي چې يرغمل نيونکی په خپل موټر کې له يو ماشوم سره ناست دی.

https://p.dw.com/p/4YQH2
Hamburger Flughafen gesperrt - Bewaffneter hat Tor durchbrochen
انځور: Bodo Marks/dpa/picture alliance

د آلمانپه هامبورګ ښار کې يوه سړي په خپل موټر سره چې يو ماشوم هم پکې ناست دی، د هوايي ډګر دروازه ماته کړې ده.

دغه خبره د فدرالي پوليسو يوه وياند د نوامبر په څلورمه نېټه د شنبې په ماښام وکړه. چارواکي وايي چې د ياد ماشوم د پالنې او سرپرستۍ په سر يوه شخړه ښايي د يرغمل نيونې لامل وي. د ميدان ټول ترمينالونه تخليه شوي او د يکشنبې په سهار هم هوايي ډګر تړلی پاتې دی.

د هامبورګ پوليسو د يکشنبې په سهار په اېکس شبکه کې ليکلي چې د دوی دغه »ماموريت لا دوام لري.« په خبره يې د پوليسو د مذاکراتو يوه ډله له يرغملګر سره په اړيکه کې ده او دا يې هم ويلي چې وضعيت »لا ثابت« دی.

د ميدان ټول ترمينالونه تخليه شوي او د يکشنبې په سهار هم هوايي ډګر تړلی پاتې دی
د ميدان ټول ترمينالونه تخليه شوي او د يکشنبې په سهار هم هوايي ډګر تړلی پاتې دیانځور: Bodo Marks/dpa/picture alliance

ډېر پوليس د ځانګړو ځواکونو په ګډون په سيمه کې دي چې روان پېژوندونکي هم ورسره دي. د يرغمل نيونې د بهير په هکله د پوليسو يوه وياند وويل چې ياد سړي پر ځغاست ليکې دوه ځله هوايي ډزې کړي او له موټر څخه يې په سوځېدونکي موادو ډک بوتلونه غورځولي دي.

په موټر کې د يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دغه دوه کسان سپاره دي. د يوه وياند په خبره د موټر چلوونکي مېرمنې د خپل ماشوم د يرغمل کېدو خبر ورکړی و.

د پوليسو په حواله د الوتکو تګ راتګ او الوتنې بندې شوې دي. اوروژونکو د سړي له خوا د غورځول شوو سوځېدونکو بوتلونو اور مړ کړی دی.

د هامبورګ هوايي ډګر په اکتوبر مياشت کې هم يو ځل د لنډې مودې له پاره تړل شوی و ځکه چې پر يوې ايرانۍ الوتکې د بريد ګواښ شوی و.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل