آلمان: د منځني ختیځ د سولي پروسه بايد ژوندۍ سي
۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبهپرون «سه شنبه» په رام الله کي له فلسطيني مشري سره د آلمان د بهرنيو چارو د وزير د خبرو اترو محراقي موضوع په یوه اړخیزه توګه د يو فلسطيني خپلواک دولت اعلانول ؤ.
فلسطينيان غواړي چي په راتلونکي سپتمبر کي د ملګرو ملتو عمومي اسامبله د يو خپلواک فلسطيني دولت د جوړيدو لپاره راییه ورکړی. خو د اسراييلو له نظره په یوه اړخیزه توګه په دغی اسامبلی کی د فلسطینیانو دا اقدام يو لمسونکی کار دی.
وسترويله په رام الله کي د فلسطين د خپلواکمني اداري له صدارعظم، سلام فياض، سره په ليدنه کتنه کي وغوښتل چي له دي اقدام څخه دي لاس واخلي.
وسترویله وویل چی د آلمان حکومت فکر کوی چي دغه اقدام به ډیر رغونکی نه وی.
هغه وویل: «دا زمونږ نظر دي. ما د آلمان د حکومت په استازيتوب په دي نظر باندي يو ځل بيا ټينګار وکړ دا ځکه چي زمونږ په نظر غوره لاره د خبرو اترو لاره ده.»
د فلسطين د خپلواکمني اداري صدراعظم، سلام فياض، د وسترويله دغي مشوري ته په مستقيمه توګه ځواب ور نه کړ.
د آلماني ميلمه د نيوکي سره سره فياض په تيرو 17 کلونو کي له خپلواکمني اداري څخه د آلمان د ملاتړ ستاينه او مننه وکړه. هغه وویل:
«مونږ له وستريله څخه د دغي مرستي لپاره مننه کوو. په دي نژدي وختو کي مونږ په برلين کي د دوه اړخيزو همکاريو يو تړون لاس ليک کړ. په دي ترتيب به د آلمان له سخاوت څخه ډکه مرسته او ملاتړ چي تراوسه پوري مونږ سره شوي، په مختلفو برخو کي دوام پيدا کړي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير سره په دي سفر کي د دغه هيواد د پرمختيايي چارو وزير، ديرک نيبل، هم ملګری دی.
نيبل د غزي په تړانګه کي د آلمان لخوا د ککړو اوبو د تصفيي د يوي دستګاه د جوړيدو د کار پرمختګ له نژدي وليد. په دغي سيمي کي د حماس ډله واکمني لري. د آلمان د بيارغاوني يو بانک د دغي دستګاه د جوړولو لګښت چي 15 مليون ايرو کيږي، په غاړه اخيستي دي.
که څه هم اسراييلي چارواکو اجازه ورکړي چي د دغي پروژي لپاره مواد غزي ته واستول شي خو په عمومي توګه اسراييل اجازه نه ورکوي چي د غزي تړانګي ته د ودانيو او د بيا رغاونو نور مواد وليږدول شي. د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير د اسراييل پر دغه دريځ باندي نيوکه وکړه او و یي ویل:
«دلته د موادو، اجناسو او د نقليه وسايلو د ليږدولو امکانات نه شته. دا هغه څه دي چي په دغي سيمه کي د اقتصادي ودي لپاره ضروري ګڼل کيږي. د اقتصادي ودي څخه او د موادو د صادرولو څخه پرته دلته له فقر او بي وزلي سره مبارزه نه شي کيداي. په نتيجه کي دلته سوکالي نه شته او دا وضعيت د افراطيونو د پياوړتيا سبب ګرځي.»
په داسي حال کي چي نيبل په غزه کي په سفر بوخت ؤ د آلمان د بهرنيو چارو وزير، وستريله، په بيت المقدس کي د اسراييلو له صدراعظم، بنيامين نيتانياهو، او د هغه د بهرنيو چارو د وزير، اويګدور ليبرمن، سره وليدل.
هغوي د منځنی ختيځ د سولي د پروسي او دغه راز په ګاوندي عربي هيواددونو کی، په خاصه توګه د سوريي په تحولاتو باندي خبري وکړي.
انګل بريشت/ عبدالباری حکیم
کتونکی: مسعود جهش