1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ډېری کرونايي تدابير لېرې کړي دي

۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبه

جرمني د کرونا ويروس پانديمۍ په وړاندې ډېری تدابير نن د یکشنبې په ورځ بیرته لېرې کړل. يوازې په ځينو آيالتونو کې لا هم ځینې تدابير پلي کيږي.

https://p.dw.com/p/49OXc
Deutschland | Coronavirus | Wegfall der Maskenpflicht
انځور: Oliver Berg/dpa/picture alliance

د آلمان له خوا د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې تدابير په حقوقي مقرراتو کې د بدلون له لارې تقريباً له منځه تللي دي. له ۱۶ آيالتونو څخه يوازې په ځينو آيالتونو کې ځينې دغه ډول د کرونا د مخنيوي تدابير لا دوام لري. آيالتونه اوس خپله کولای شي چې په ځينو ځايونو کې لکه د ډاکترانو په کتنځيو، د زړو خلکو پالنځيو او ښاري ترانسپورت کې خلک ماسک اغوستلو ته وهڅوي او په ښوونځيو کې تېستونو ته هم دوام ورکړي.

د رپوټونو له مخې ماسکونه د ټول هېواد په کچه يوازې په الوتکو او د اوږدې مصافې په رېلونو کې اجباري دي. شرکتونه، مغازې او نور بنسټونه خپله پرېکړه کولی شي چې آيا خلکو ته د ماسک اغوستلو هدايت کوي او که نه.

د جرمني د روغتيا وزير، کارل لاوتربخ، د هغو قانون جوړوونکو په ډله کې شمېرل کيږي چې په ودانيو کې دننه د ماسک اغوستلو توصيه کوي که حتی نور ټول تدابير له منځه تللي هم وي.

د اينسا د نظرسنجۍ بنسټ د يوې سروې په حواله ۶۳ سلنه جرمنيان غواړي چې د سودا کولو پر مهال په خپله خوښه ماسک واغوندي چې په دې ترڅ کې اوس ۲۹ سلنه وايي چې دا کار به نه کوي. په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کېدو شمېرې لا لوړې دي، خو د يو څو ورځو راهيسې هغه پر له پسې په ټيټېدو هم دي.

Deutschland Corona-Pandemie Maskenpflicht
مغازې اوس خپله پرېکړه کولی شي چې آيا مشتريان يې ماسک واغوندي او که نه.انځور: Martin Wagner/imago images

د روبرت کوخ انستيتوت چې په جرمني کې د ناروغيو د کنترول اداره ده، د يکشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا د ۷۴ زره او ۵۳ د ابتلا مواردو په اړه خبر ورکړی دی. اصلي ارقام ښايي لا جګ وي ځکه چې ځينې آيالتونه هره ورځ خپلې شمېرې نه شريکوي او ډېری موارد نه ثبتيږي.

په جرمني کې د کرونا ويروس پر ضد د واکسيناسيون کمپاين ورو پرمختګ کوي. د جمعې په ورځ فقط ۳۶ زره دوزه د کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوي دي. د جرمني د نفوس تقريباً ۶۷ سلنې دوه دوزه د کرونا واکسین تر لاسه کړی چې د شنبې ورځې د رسمي ارقامو په حواله ۵۸،۸ سلنې وګړو ته دریم واکسين هم لګول شوی دی.