1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان: د عملیاتو په واسطه زیږونونه ډیر شوي دي

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

په آلمان کې د هرو دریو نویو زیږیدلو ماشومانو له ډلې نیږدې یو یې د عملیاتو په واسطه زیږیدلی دی. کارپوهانو د دغو عملیاتو تازه تګلاره معرفي کړې چې پر مټ یې ښايي د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د بدلون نوې څپې رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/3e7K8
Geburt durch Kaiserschnitt
انځور: Imago/Pacific Press/A. Karimov

په آلمان کې د تازه شمیرو له مخې، د عملیاتو په واسطه د ماشومانو د زیږون په کچه کې په تیرو شلو کلونو کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی. د آلمان د احصیایو د دفتر د معلوماتو او شمیرو له مخې په ۱۹۹۱م کال کې په آلمان کې د عملیاتو په واسطه د ماشومانو د زیږون فیصدي ۱۵ اعشاریه درې سلنه وه، چې دغه شمیر په ۲۰۱۸م کال کې بیا ان ۲۹ اعشاریه ۱ فیصدو ته لوړه شوې ده.

دغو شمیرو ته کتو سره، آلمان له امریکا متحده ایالاتو سره د نیږدې کیدو په حال کې دی. په ۲۰۱۸م کال کې په امریکا متحده ایالاتو کې د ماشومانو د زیږیدنې له ټولو پیښو یې ۳۱ اعشاریه ۹ فیصده یې د عملیاتو پیښې تشکیلوي. په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان بیا په نړیواله کچه د عملیاتو په واسطه یو اوسط شمیر ټاکلی دی. د دغه نړیوال سازمان د وړاندیز له مخې، په هر هیواد کې د عملیاتو په واسطه د ماشومانو زیږون باید د ۱۰ او ۱۵ فیصده په منځ کې وي.

Infografik Muttertag Kaiserschnitt weltweit ENG

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې د عملیاتو په واسطه د ماشومانو د زیږون د پیښو زیاتوالی د میندواره ښځو په خوښه ترسره کیږي او یا یې ډاکټران د یوې اسانه لارې په توګه میندواره میرمنو ته وړاندیز کوي. خو هغه څه چې صحي مسلکي کسانو ته روښانه دي، هغه دا دي چې په آلمان کې د میندو او ماشومانو د زیږون په برخه کې یو څه په ښه مسیر د حرکت په حال کې نه دي.

په آلمان کې د نسايي ولادي د آلماني اتحادیې مرستیال مشر، ډاکټر فرانک لوین په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «موږ ولیدل چې دغه شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی دی او دا چې موږ باید په دې برخه کې یو څه وکړو.» وروسته له هغې چې د عملیاتو له لارې د ماشومانو د زیږون په پیښو کې زیاتوالی رامنځ ته شوی، دغې ټولنې هم د څیړنې له پاره اقدامات عملي کړل. دوی د آلمان، اتریش او سویس هیوادونو له لسګونو طبي ټولنو او سازمانونو څخه د تحقیق کوونکو، ډاکټرانو او قابله ګانو یو ټیم جوړ کړ څو په دې برخه کې تحقیقات وکړي.

د لومړي ځل پاره د واضح تګلارې جوړول

د څو کلونو په موده کې دوی ډیر معلومات او شمیرې را ټولې کړې. دوی په دې ترڅ کې د عادي ولادت او د عملیاتو له لارې د زیږون د ګټو او زیانونو په هکله یې معلومات را ټول کړل. د دغو معلوماتو او شمیرو له مخې، آلمان د لومړي ځل له پاره د طبي لارښوونو څښتن هم شو.

په آلمان کې د نسايي ولادي د آلماني اتحادیې مرستیال مشر، ډاکټر فرانک لوین چې په عین وخت کې د فرانکفورت پوهنتون د نسايي او ولادي څانګې مشري هم کوي، وویل: «اوس داسې نه کیږي چې یوه ښځه دې د زیږون له پاره یوازې له دې امله عملیات شي، چې یو څوک نه پوهیږي چې خپل کار څرنګه ترسره کړي.» اوس سړی کولی شي تګلارې ته مراجعه وکړي چې هر څه پکې دقيق تشريح شوي دي.

Deutschland Erlangen - Kaiserschnitt
انځور: picture-alliance/D. Karmann

د ۱۴۰ صفحو لرونکې دغه تګلاره د طب په برخه کې په وضاحت سره معلومات وړاندې کوي. د دغې تګلارې له مخې، هغه میرمنې چې د ولادت په برخه کې ستونزې ونه لري، تر ټولو غوره لار یې معمولي او له عملیات پرته ولادت دی. دغه تګلاره د زیږون له پاره پر عملیاتو باندې ډیر ټینګار نه کوي او د امکان تر حده پورې د عملیاتو د مخنیوي سپارښتنه کوي. د دغې تګلارې له مخې، په دریو مواردو کې عملیات کیدلی شي. تګلاره وايي چې که چیرته ماشوم د مور په نس کې په یوه خوا پروت وي، یا د مور د خاسرې لګن ته د زیان رسیدو ګواښ موجود وي او یا هم جنین په نس کې په ناسمه توګه پروت وي.

په ورته وخت کې یو شمیر میرمنې له دې کبله د عادي زیږون پر ځای عملیاتو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه د دوی په باور په دې توګه ماشوم تر زیات فشار لاندې نه وي. دوی همدا راز وايي چې عملیات خوندي لاره ده، آسانه او له درده پرته زیږون ممکنوي.

د طبابت کارپوهان وايي چې د عملیاتو له لارې د ماشوم زیږون ماشومانو ته ځینې ستونزې رامنځ ته کوي. دوی وايي چې په دې توګه ماشومان د شکر، سا لنډي، حساسیتونو او نورو ناروغیو ښکار ګرځېدلی شي.

زموږ له آرشیف څخه: