1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د سرحدونو موقتي کنترول غځوي

۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

د آلمان پوليس به له پولند، چک جمهوريت او سويس سره پر سرحدونو کنترول ته تر فيبرورۍ مياشتې پورې دوام ورکړي. د کورنيو چارو وزيرې ويلي دي چې دې کنترول «کار» ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4ZwbG
آرشيف انځور: له چک جمهوريت سره پر پوله د آلمان د پوليسو کنترول
آرشيف انځور: له چک جمهوريت سره پر پوله د آلمان د پوليسو کنترولانځور: Ondrej Hajek/CTK Photo/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فېزر، ويلي دي چې له پولند، چک جمهوريت او سويس څخه آلمان ته د داخليدونکو کنترول به نورې دوې مياشتې هم دوام ولري.

فېزر د جمعې په ورځ د آلمان د «راېنشه پوست» ورځپاڼې ته وويل چې هغه تدابير به  لږ تر لږه تر فيبرورۍ مياشتې پورې وغځول شي چې د دسمبر پر ۱۵مه نېټه پای ته رسيږي.

د آلمان د سوسيال ډیموکرات ګوند سره تړاو لرونکې دې وزيرې وويل: «زموږ دا اقدامات اغيزمن دي. د خلکو د قاچاق له دې بې وجدانه تجارت سره زموږ مبارزه چې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي، بريالې ده.»

آلمان پر پولو کوم کنترولونه عملي کوي؟

د دې تدابيرو له مخې چې په اکتوبر مياشت کې معرفي شوي ول، د دريو ګاونډي هېوادونو سره پولو ته اضافي پوليس ليږل شوي څو پر هغو کسانو نظر وساتي چېآلمان ته د داخليدو هڅه کوي.

له دې تدابيرو څخه هدف د هغو کسانو شمير راکمول دي چې آلمان ته د داخليدو له پاره اروپا ته مهاجرت کوي.

که هم چې د شينګن ساحه چې دا څلور ذکر شوي هېوادونو [آلمان، پولند، چک جمهوريت او سويس] پکې شامل دي، د دغو هېوادونو ترمنځ پرته له ویزې د سفر اجازه ورکوي خو غړيو هېوادونو یې د سرحدونو کنترول معرفي کړی څو د هغو کسانو چې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو اتباع نه دي –  په ځانګړې توګه د مهاجر -  د تګ راتګ مخه ونيوله شي.

آلمان له ۲۰۱۵م کال راهېسې د اروپايي اتحادیې له غړي هېواد اتريش سره خپله پوله کنترولوي.

آیا کنترول ګټه کړې ده؟

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چې په اکتوبر میاشت کې د دې اقداماتو له معرفي کولو راهېسې څه نا څه ۹ زره او ۲۰۰ داسې کسان ثبت شوي دي چې آلمان ته د داخليدو قانوني اسناد یې نه لرل او د نورو ۴ زره ۳۷۰ کسانو مخه نيول شوې ده.

د وزارت وياند زياته کړې: «دا په دې معنا ده چې دا تدابير کار ورکوي او موږ به دوام ورکړو.»

خو د آلمان د پوليسو يوې سترې صنفي اتحادیې « GdP» د دې تدابيرو په تړاو ډېرې نيوکې لرلې او د دې موثريت یې تر پوښتنې لاندې راوستی وو.

له دغه اتحادیې څخه اندرياس روسکوپف د راېنشه پوست ورځپاڼې ته وويل چې پوليس نه شي کولی چې د پناه غوښتونکو په شمير کې د پام وړ کمښت رامنځته کړي. 

نوموړي وويل چې د دې خبرې روښانه کولو ته اړتيا ده چې «آيا په زرونو پوليس بايد رښتيا په سرحدونو کې دنده ترسره کړي او يا دا چې دا به ښه وي چې هغوی د ښارونو د امنيت ټينګولو له پاره وګمارل شي او د پناه غوښتنې ستونزه د اروپايي ټولنې په چوکاټ کې حل کړل شي.»

د آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو د فدرالي ادارې په حواله په آلمان کې په نوامبر مياشت کې د پناه غوښتونکو شمير د ۳۵ زرو نوې ريکارډ کچې ته لوړ شوی دی.

آلمان که څه هم چې د خپل زاړه يا عمر خوړلي نفوس د انډول او د کار په باراز کې د تشې ټکولو له پاره دوامدار مهاجرت ته اړتيا لري، خو په غير قانوني توګه د راتلونکو په اړه اندیښنې د دې لامل شوي چې مهاجرت ضد ښی اړخه غورځنګ ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.

همدا علت دی چې د آلمان ائتلافي حکومت د مهاجرو د شمیر کمولو په موخه وار په وار کلک ګامونه پورته کوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters, EPD)

زموږ له آرشيف څخه:

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې