1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان په دسمبر کې د کرونا ضد واکسين د تائيد تمه لري

۱۳۹۹ آذر ۸, شنبه

د آلمان د روغتيا وزير، ينس شپان، د کرونا ضد واکسين جوړولو کې د بايون تېک هڅې ستايلې دي.‌ آلمان له بېلو شرکتونو څخه د واکسين د ۳۰۰ ميليونو دوزو فرمايش ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3lx4Q
Deutschland Coronavirus Pressekonferenz Jens Spahn
انځور: Michael Sohn/AP/dpa/picture alliance

د آلمان د روغتيا وزير، ينس شپان، د بايرن له يوې راډيو سره په مرکه کې ويلي دي چې د دسمبر مياشتې تر نيمايي پورې ښايي د کرونا ضد يو واکسين د تطبيق له پاره تائيد شي.

دا چې د بايون تېک او فايزر کمپنيو د کوويد-۱۹ ضد واکسين په بريالۍ توګه ازمويل شوی دی، نو د شپان په وينا يوازې د وخت خبره ده چې آلماني چارواکي د کرونا ضد واکسيناسيون په دغه هېواد کې پيل کړي. شپان وويل «زه وياړم چې بايون تېک يو آلمانی توليد دی. هغه ډېر مخکښ او سربېره پر دې ډاډه او اغېزمن دی.»

د متحده آيالاتو د فايزر او د آلمان د بايون تېک شرکتونو دغه ګډ واکسين تر ۹۵ سلنې پورې د اغېزمنتيا پايله لري.

Corona Impfstoff l Pfizer und BioNTech - Biotechnologie
انځور: SvenSimon/picture alliance

دغه خبره د فارمسۍ يادو شرکتونو د مياشتې په سر کې کړې وه. شپان دا هم ويلي دي چې آلمان د بېلابېلو جوړونکو شرکتونو څخه څه باندې ۳۰۰ ميليونه دوزه واکسين غوښتی دی.

د هغه په خبره «هر څوک غواړي چې ډاډه واوسي او يوازې د واکسين په يوه کانديد باندې تکيه ونه کړي.»

شامل شمس/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: