1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: د داعش ۳۳ کلنه غړې په پنځه کاله بند محکومه سوه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په اوبرهاوزن ښار کې د داعش یوه غړې په پنځه کاله او درو میاشتو بند باندې محکومه سوه. نوموړې آلمانۍ له خپلو درو کوچنیانو سره له آلمان څخه سوریې ته تللې وه.

https://p.dw.com/p/3bZ3T
Symbolfoto Reisepass vor IS-Flagge
انځور: picture-alliance/Eibner-Pressefoto/Wuest

د آلمان ایالتي محکمې د چهارشنبې په ورځ دغه میرمن د ډیرو جرمونو د سرته رسولو په تور محکومه وبلله چی په هغو کي د نورو ترڅنګ د اسلامي دولت په نامه ترهګري ډلي غړیتوب هم شامل وو.

نوموړي ۳۳ کلني اعتراف کړی چي د یوې معتقدې سلفۍ په توګه د خپلو درو کوچنیانو سره له آلمان څخه په سوریه کي د داعش تر کنټرول لاندي سیمي ته تللې وه. د جرمني د لویی څارنوالۍ په حواله د هغې کوچنی زوی په سوریې کي د توغندي د یوه برید په نتیجه کي وژل سوی دی.

د آلمان لویي څارنوالۍ د هغې له پاره د اوو کلونو بند غوښتنه کړې وه. په خبره یې نوموړي آلمانۍ مجرمې خپل درې کوچنیان تر سخت خطر لاندي راوستي او یوه خطرناکه ایډیالوژي یې درلوده.

د دغي ۳۳ کلني مدافع وکیل بیا برعکس د دې له پاره د درو نیمو کلونو بند غوښتنه کړې وه. د هغه په خبره تورنه ښځه ډیره ساده او خوش باوره وه او نه یې غوښتل په قصدي ډول داسي جرمونه ترسره کړي. مدافع وکیل زیاته کړې چې سوریې ته د هغې سفر پلان سوی نه وو او په یوه ډیر حساس رواني حالت کې دغه پریکړه سوې وه.