آلمان: د اورلګيدنې په پيښه يو تن مړ او درې ټپيان شول
۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د می ۳۱مه) رپوټ په حواله، دغه اور لګيدنه د آلمان په شمال ختيځ کې د «ګرايفزوالد» په نوم ښار ګوټي د اوسیدو په يوه اپارتمان کې رامنځ ته شوې ده.
پولیسو د يکشنبې په ورځ وويل چې اورلګيدنه د يوې ښځې او خاوند په اپارتمان کې چې د يوې لوړ پوړيزې ودانۍ په ۱۱م پوړ کې وو، رامنځته شوې ده.
په پيښه کې د ياد آپارتمان څخه يو پوړ لاندې بل آپارتمان کې درې نور کسان چې عمرونه يې ۸۰، ۸۴ او ۸۹ ښودل شوي، هم سخت ټپیان شوي دي.
په رپوټ کې زياته شوې چې په دغې لوړپوړيزه ودانۍ کې ۱۰۵ کسان هستوګن دي، چې اوس د اوسیدونکو له شتونه تخليه شوې ده. د جنايي پيښو څيړونکي اوس د پيښې په ځای کې پر څیړنه بوخت دي تر څو د اورلګيدنې لامل پيدا کړي.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ن.ص