1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خاصې پاملرنې ته د اړتيا لرونکو په شمیر کې زیاتوالی راغلی

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

د آلمان په ویسباډن کې د احصایې فدرالي ادارې ويلي دي، چې په وروستيو کې د خاصې پاملرنې وړ کسانو په شمير کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. زياته شوې چې په دی کې له افغانستان او سوریې څخه راغلي بې سرپرسته ماشومان هم مهم نقش لري.

https://p.dw.com/p/4T4eY
Deutschland Geflüchtete in München 2015
انځور: Joerg Koch/AA/picture alliance

د ځوانانو چارو ادارو په تير  کال کې تر ۶۶ زره او ۴۰۰ څخه زيات ماشومان او تنکي ځوانان په لنډمهاله توګه له دوی سره د ځوانانو په پالنځايونو کې د خاصي پاملرنې په موخه ځای پر ځای کړي دي. په دې توګه یې د ۲۰۲۱م کال په پرتله شمیر ۴۰ سلنه ډیر شوی دی.

آلمان: پولیسو په لارۍ موټر کې کم عمره مهاجر ماشومان نیولي

د احصايې ادارې په وينا د دغه پرمختګ اصلي لامل له بهر څخه د کم عمره ځوانانو په يوازي توګه يعني پرته له والدينو او بې له سرپرست څخه سفر کول دي چې تیر کال د دې ډول قضيو ټول شمیر حتی په سلو کې  ۱۵۳ سلنه لوړ شوی او  ۲۸۶۰۰ قضيو ته رسیدلی وو.

آلماني پولیسو یوه موټر کې ۳۰ مهاجر موندلي

د هغو کسانو د اصلي هیوادونو په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي چې دې آلمان ته پرته له کوم سرپرست داخل شوي وو.  خود آلمان فدرالي حکومت داسې شميرو ته اشاره کوي چې پر اساس يې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲  کې له دې بې سرپرسته ماشومانو څخه یې ډېر له افغانستان او سوريې څخه راغلي دي. همدا راز »د ارقامو په زياتوالي کې  د اوکراين څخه د بې سرپرسته ماشومانو راتګ هم ستر نقش لرلی دی. «