آلمان بې پيلوټه پوځي الوتکي رانيسي
۱۳۹۲ خرداد ۷, سهشنبهآلمانۍ انترنيتي پاڼي«دیر شپیګل» ویلي دي چې په دې ترڅ کې آلمان غواړي په راتلونکو کلونو کې ۱۶ بې پیلوټه پوځي الوتکې رانيسي. د دغو الوتکو پنځه به یې په ۲۰۱۶ کال کې د آلماني پوځ په اخیتار کې ورکړل شي.
دیر شپیل دغه خبره د آلمان په پارلمان کې د SPD ګوند د جرګه ګۍ د هغو معلوماتو په حواله کړې ده چې هغوی د دفاع له وزارت څخه ترلاسه کړي ول.
د دغه رپوټ په حواله د آلمان د دفاع وزیر توماس دیميزیر، پر دې باندي ټینګار کوي چې پوځ یې باید په بې پیلوته الوتکو باندې سمبال شي. خو د آلمان د مسیحي دیموکراتانو ګوند دغه سیاستوال د بې پیلوټه الوتکو په واسطه هدفي وژنې ردوي.
شپیګل د آلمان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي لیکلي دي چې دغه وزارت غواړي د بې پیلوټه الوتکو عملیات د نورو پوځي عملیاتو په شان د نړیوالو قوانیو او په خاصه توګه د بشري حقونو په پام کې نیولو سره عملي کړي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د بې پيلوټه الوتکو د رانيولو په برخه کي به د آلمان د بیلابیلو وزارتونو پر غوښتنو باندې د می میاشتي پر ۲۹مه نیټه د دغه هيواد په کابینه کې پریکړه وشي.
په دې اساس نو د آلمان پوځ د «پریدیتور» په نوم بې پیلوټه الوتکو له امریکایي شرکت او د هغه له رقیب اسرائیلي شرکت سره چې د «هیرون» په نوم بې پیلوټه الوتکې تولیدوي خبري اتري کوي.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت په رسمي ډول ویلي دي چې آلمان کیدای شي له دې هیواد څخه بې پیلوټه الوتکې رانيسي. د امریکا حکومت ویلي دي چې په دې اړه ئې په وروستیو وختونو کي یو رسمي لیک برلین ته استولی دی.
د آلمان د دفاع وزارت ویلي دي چې د پوځي بې پیلوټه الوتکو د رانیولو په برخه کې به له هغي ستونزي سره مخامخ نه شي چې د یوروهوک ډوله اکتشافي الوتکو د رانیولو په برخه کې رامنځ ته شوې وه. دیر شپیګل د آلمان د دفاع وزارت په حواله لیکلي دي چې د دغو الوتکو د رانیولو په بهیر کي يې موجود خطرونه تر ټولو ممکنه حد ته راکښته کړي دي.
د آلمان د دفاع وزارت د یورو هوک اکتشافي بې پیلوټه الوتکو پروژه دوې اوونۍ مخکې ودروله، ځکه د داسې الوتکو د رانیولو له پاره چې له اروپایي معارونو سره برابري وي له ۵۰۰ څخه تر۶۰۰ میلیونو اضافي یورو پوري اړتیا لیدل کیږي. د دې له پاره چې دغه الوتکې پر اروپايي معیارونو باندي برابري شي نو باید د هغوی نزدې۱۲۰بیلابیلې پرزې هم بدلي شي.
د آلمان د حکومت اپوزیسیون پر دیميزیر باندي نیوکه کوي چې د یوروهوک پروژه یې ناوخته او د ډیرو پیسو تر مصرفیدو وروسته درولې ده.