آلمان او ایران افغانستان ته د کانونو کارپوهان روزي
۱۳۹۴ بهمن ۵, دوشنبهپه افغانستان کې د کانونو په برخه کې د علمي ظرفتیونو نشتوالې د دې سیکتور له مهمو ستنوزه څخه ده. د افغانستان د کانونو وزیر څو واري ویلي دي چې وزارت یې د مطالعې او له لویو شرکتونو سره د افغانستان د کانونو د قراردونو د جوړولو توان نه لري.
اوس د جي آی زید په نامه آلماني موسسې د افغانستان په پوهنتونو کې د معادنو په رشته کې د استادانو او محصلانو د علمي کچې د لوړولو له پاره اقدامات پيل کړي. د دې پروګرام یوه برخه د ایران په پوهنتونو کې د کانونو په برخه کې د افغان محصلانو زده کړي دي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد عثمان بابري، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د کانونو په برخه کې د علمي ظرفیت د لوړولو په برخه کې د دې درو هیوادونو همکاري ډيره مهمه ده: «کومه مسله چې ډيره مهم ده هغه مطالعه او تحقیق دی. موږ د مشارکت له لاري کولای شو خپل دې هدف ته ور نژدې شو.»
د دې پروگرام د عملي کولو له پاره کومه ټاکل شوې موده په نظر کې نه ده نیول شوې.
په پام کې ده چې د درو پوهنتونو او نهه پوهنځیو محصلان او استادان د جیولوژي او کانونو د علومو په برخه کې له دې پروګرامه برخمن شي.
د جي آی زید(GIZ) برخه
د جي آيي زید آلمانې موسسه په دې برخه کې بنسټیز نقش لري. دا موسسه د استادانو د علمي ظرفیت د لوړولو، د استادانو او محصلانو له پاره د درسي موادو د چمتو کولو، د کانونو په برخه کې د څېړني او مطالعې او د ایران په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د تحصیل زمينې د برابرولو په برخه کې د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري کوي.
په افغانستان کې د جي آی زید موسسې مشر رابرت کریسر، په دې کنفرانس کې وویل: «موږ به د جیولوژي په برخه کې زده کړي عصري کړو، دغه شان زده کړي د افغانستان د کانونو سکتور له پاره اړيني دي. موږ به د اقتصاد او دغه راز د کانونو د قوانیونو په برخه کې د اړینو درسي موادو په چمتو کولو کې هم مرسته وکړو.»
په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هم په دې کنفرانس کې وویل چې پر ایران د بندیزونو له ليري کیدو سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ زیاتي زمینې برابري شي: «له یو څه مودې راهیسې د درې اړخیزي همکارۍ د رامنځته کیدو په اړه، په خاصه توګه په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې چې زیاتره تمرکز د کانونو په برخه شوی وو، خبري اتري پيل شوي وې او نن موږ د دې تفاهم د لاسلیکیدو شاهد یو.»
په تیره یوه لسیزه کې د ظرفیت د لوړولو پروگرام د لنډي مودې ورکشاپونو شکل درلود او ډیر مصارف هم پرې شوي، خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د دې پروگرام له پلي کیدو سره به هغه ځوانان چې د کانونو په برخه کې تحصیل کوي، په دې برخه کې اوږدې او عصري زده کړي وکړي.