آلمان او آلمانیان د نړیوالو له نظره
د آلمان او آلمانیانو نوم له بیر، فلسفې، بنز، فوټبال، بدرنګه کالي، پر وخت حاضریدل او نورو داسي کلمو او عبارتونو سره تړل کیږي. کله چې نړیوال د آلمان نوم آوري نو کومې کلمې یې ذهن ته راځي؟ ایا دغه کلمې کلیشه ای دي؟
کله چې خلک د آلمان او آلمانیانو نوم اوري نو ډیري کلمې یې ذهن ته راځي. دغه کلمات یا خو کلیشې دي، یا د آلمان په تاریخ او یا هم اقتصاد کې ريښه لري. ځینې نوري موضوعګانې بیا د خلکو په ورځیني ژوند پوري تړلي وي.
په نړۍ کې فوټبال له آلمانیانو سره او آلمانیان له فوټبال سره تړل شوی دی. آن تر دې حده پوري چې یو خو انګلیسي فوټبالیست «ګري لینکر» ویلي ول: «فوټبال یعنې دا چې ۲۲ کسان په توپ پسې منډي ووهي او په پای کې هم آلمان بریالی شي.»
که څه هم ساسج آلمانیانو نه دی اختراع کړی، خو ډیر خلک آلمان د دغه هیواد د خوندورو ساسجونو په نوم پیژني.
ډېر کسان داسې فکر کوي چې آلمانیان ساړه، جدي او بې روح خلک دي.
ایمانوئل کنت، آرتور شوبنهاور، کارل مارکس، لودویک فویرباخ، ماکس هورکهایمر، مارتین هایدګر، فریدریش نیچه، فریدریش هګل او داسي نور په لسونو نومونه. د ډیرو کسانو له پاره د آلمان نوم له فلسفې سره تړلی دی.
ډیر خلک په دې باور دي چې آلمانیان په نړۍ کې یو له هغو ملتونو څخه دي چې ښې جامې نه اغوندي.
یوهان سباستین باخ، لودویک فان بتهوفن، یوهانس برامس، ریچارد واګنر، ریچارد شتراوس یوازي څو پیژندل شوي نومونه دي چې د کلاسیکي موسیقۍ مینه وال یې د آلمان له نوم سره تړي.
ډیر کسان بيا په دې باور دي چې د آلمان ډوډۍ ډیره خوندوره نه ده.
بنز، اودي، پورشه، بې ام وې او فولکس واګن. په نړۍ کې ډیر کم داسي کسان شته چې د دغو آلماني موټر جوړولو شرکتونو نومونه یې نه وي اورېدلي. د ډیرو کسانو له پاره آلمان د موټر معنی ورکوي.
اوس هم ډیر کسان داسې فکر کوي چې آلماني نارینه او ښځې هره ورځ خپلي سنتې جامې اغوندي. خو دغه جامي یوازي په خاصو وختونو کې اغوستل کیږي.
د آلمان بیر هم په نړۍ کې ډیر شهرت لري او د ډيرو کسانو په ذهن کي د آلمان د نوم په اورېدو سره بیر راڅرګندیږي.
ډیر نور کسان بیا اوس هم د آلمان نوم له دوو نړیوالو جګړو او هولوکاست سره تړي.
په آلمان کې باید هر څه پر وخت ترسره شي. په دې هیواد کې د اورګاډو او موټرو د حرکت کولو وخت د دقیقو پر اساس تنظیمیږي.
د اروپا د صنعتي کیدو د بهیر په پیل کې، انګليسانو پر آلمان باندي فشار راوړ چې پر خپلو بې کیفیته تولیداتو باندې د Made in Germany عبارت ولیکي. خو اوس دغه عبارت په ټوله نړۍ کې د لوړ کیفیت نښانه ده.
په نړۍ کې د آلمانیانو کاري وجدان هم ډیر مشهور دی. آن تر دې چې په دې اړه ټوکې هم جوړې شوې دي. وایي چې یو آلمانی په اعدام محکوم وو نو کله چې یې هغه د اعدام پر چوکۍ کښېناوه، نو ورڅخه يې وپوښتل چې وروستۍ غوښتنه يې څه ده. آلماني ځواب ورکړ: یو پیچ راکړئ چې دا ساکټ مو جوړ کړم.
یو شمیر کسان بیا په دې باور دي چې آلمانیان مغروره دي.
د نړۍ په ډیرو برخو کې داسي باور موجود دی چې آلمانیان ډیر کار کوي او آن د ژوند ډیره برخه یې له کاره جوړیږي.